شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د دې خلکو سرچپه مسلماني ده
یاره! دا څۀ عجیبه مسلماني ده

د رشوت په پیسو هر کال حج ته درومه
بس همدا کوه! دا ښه مسلماني ده

ډېر په نۀ زړۀ یې په مړاوو سترګو ووې
مړه! مۀ کوه کنه مسلماني ده

داسې ړنګه بنګه مۀ راځه شېرینې
ما نیولې ده روژه، مسلماني ده

مولانا تۀ نو له دې نه څۀ خبر یې
مئینتوب څومره خوږه مسلماني ده

جاهلانو ته ځواب سلام علیک دی
ځه سهي ده ستا نشه مسلماني ده

زمانه دې وي بدله پروا نشته
خو زموږ هغه زړه مسلماني ده

بې باکي درنه ونشي “خدرخېله”
ماته نۀ کاندې توبه مسلماني ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x