ایران د مظاهراتو د ځپلو لپاره د سوریا د حکومت سره د مرستي په اړه خبرونه رد کړه
نن ټکی آسیا: ایران د امریکا د اولس مشر هغه ادعاوي په کلکه سره غندلي چي ویلي وو د سوريي حکومت غواړي چي د مظاهرو په ځپلو کي د ایران څخه مرسته تر لاسه کړي.
ایراني تلویزون العالم د ایران د وزارت خارجه له قوله ویلي وو چي ایران په ټوله نړی کی د اولس په ضد د طاقت استخدام غندنه کوي،
او دا چي ایران د خپل سیاست له مخي د سوريي او نه کوم بل هیواد سره د اولس په ضد مرسته کوي..
ددی تر مخه د امریکا اولس مشر باراک اوباما ویلي وو چي د سوریې حکومت ددي پر ځای چي د خپل اولس ږغ واوري او دهغوی مشروعه غوښتني ومني د هغو په ضد د زور نه کار اخلي، او خپل په دغه کار کي د ایران څخه کومک غواړي.. او داچي ایران په داولس په ځپلو کي ښه تجربه لری..
ځیني استخباراتي شبکي او د سوريې اولسي خلګ وايي چي ایران په پراخه کچه د سوريي د حکومت سره مرسته کوي تر څو اولسي مظاهرات وځپي.
د یادوني وړ ده چي څو اونۍ تر مخه دوه واره پر لپسې د ترکیا حکومت د ایران دوې الوتکي په خپل هیواد کي په ناستي مجبوره کړي وې تر څو يي بار وپلټي، په هغو کي د یوې الوتکي څخه وسله هم را وتلې وه.