د نړیوال جام درېیمه سیالي هم د ورښت قرباني شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې نن پنجشنبه د نيوزيلنډ او هندوستان لوبډلو ترمنځ سيالۍ د زيات ورښت له کبله لغوه اعلان شوه.

د روان نړيوال جام تر دې دمه ۱۸ سيالۍ ترسره شوي چې درې بشپړې سيالۍ يې د ورښت له کبله لغوه اعلان شوي او لوبډلو ته يو-يو پواينټ ورکړل شوی دی.

دا د کرېکټ نړيوال جام په تاريخ کې لومړی وار دی چې داسې کيږي، له دې وړاندې له ۱۹۷۵م کال نړيوال جام راهيسې تر ۲۰۱۵م نړيوال جام پورې په ۴۰۲ سياليو کې يوازې ۲ سيالۍ لغوه شوي دي.

لومړۍ سيالۍ د ۱۹۷۹ز کال په نړیوال جام کې د سريلانکا او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ لغوه شوه. دا سیالي د انګلستان په اوول لوبغالي کې ترسره کېدله. دويمه سيالۍ په ۲۰۱۵م کال نړيوال جام کې د استراليا او بنګلديش لوبډلو ترمنځ د استراليا په بريسبين ښار کې وه چې د ورښت له کبله لغوه اعلان شوه.

خو بالعکس د روان نړيوال جام په لومړيو ۱۸ سياليو کې تر دې دمه ۳ سيالۍ لغوه شوي چې په ظاهره يې نړيوال جام بېخونده کړی او مينه‌وال يې د اندېښنو ترڅنګ مايوسه کړي هم دي.

په دې لړ کې لومړۍ سيالۍ د پاکستان او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په بريسټول لوبغالي کې کيدونکې وه چې د سخت ورښت له کبله آن پچه هم ونه اچول شوه او لوبه لغوه اعلان شوه.

دويمه سيالۍ چې د ورښت څخه اغيزمنه شوه د بنګلديش او سريلانکا لوبډلو ترمنځ وه، دغه سيالۍ په بريسټول لوبغالي کې کيدونکې وه خو د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوه.

دريمه سيالۍ چې نن د پنجشنبې په ورځ په ناتینګهم لوبغالي کې ترسره کيده د زيات ورښت له کبله پچه هم وانه چول شوه چې په پای کې لوبه د يو-يو پواينټ ورکولو سره لغوه اعلان شوه.

انګلستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چېرې چې ورښت له کوم ځانګړي موسم سره تړاو نه لري، د هوا پيژندنې ادارې ډیر کله نشي کولای په سمه توګه د موسم نږدې راتلونکی ممکن حالت وړاندې کړي، انګلستان کې په يوه ورځ د ورښت، هوا، لمر او د وريځو راتلو امکان وي.

که څه هم د کرېکټ نړيواله شورا د هوا حالت په څارلو د نړيوال جام مهالويش ټاکي خو په دې لړ کې د انګلستان هېواد له نورو جلا ځانګرتياوې لري.

Image result for worldcup raining cricket meme

ياده دې وي چې د کرېکټ نړيوالې شورا د هوا حالاتو او احتياطي تدابيرو سره د نړيوال جام دويم پړاو يا نيمه پايلوبو سياليو لپاره احتياطي يا اضافي ورځې هم ټاکلې دي، که چيرې په ټاکلې ورځ د ورښت له کبله لوبه ترسره نشي نو په بدل کې يې سبانۍ او يا هم بله ورځ انتخاب شوې ده.

په نړيوال جام کې د ورښت له کبله د لوبې په لغوه کېدلو هره لوبډله يو-يو پواينټ ترلاسه کوي، چې تر دې دمه سريلانکا د دوه سياليو په لغوه کېدو دوه پواينټونه ترلاسه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د