د روژې مياشت کې ۷۸۵ دولتي سرتيري طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د روژي په میاشت کي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي سلګونه دولتي ځواکونه د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي دي .

طالبانو نن په خپره کړي خبرپاڼه کي د هغو سلګونو تسلیم شویو دولتي سرتیرو نوملړ نشر کړ چي د روژي په مبارک میاشت کي له دوی سره یو ځای شوي دي .

په نوملړ کي د ۷۸۵ تنو امنیتي ځواکونو شهرت ذکر شوی ، تر ټولو زیات دولتي سرتیري (۱۶۰) تنه  په کندز کي له طالبانو سره یو ځای شوي دي ، له کندز وروسته په بلخ او فاریاب ولایتونو کي زیات شمیر دولتي ځواکونه د ملي اردو ، اربکیانو او پولیسو له لیکو څخه بیل شوي او طالبانو ته تسلیم شوي دي .

په الاماره ویب پاڼه کي په نشر شوي خبر پاڼه کي ویل شوي  دي چي دوی د تسلیم شویو سرتیرو دروند استقبال کړی ، د امن کارتونه يي ورکړي او ډاډ يي ورکړي چي په اطمینان سره خپل عادي ژوند کولای شي .

طالبانو په وار ، وار سره د امنیتي ځواکونو په لیکو کي ولاړو ځوانانو ته دعوت ورکړی چي د امریکایانو د ګټو لپاره ځانونه ونه وژني او له دوی سره دي یو ځای شي .

په دي وروستیو کي د طالبانو د بریدونو شدت، د دولتي سرتیرو د لوړي کچي تلفات ، په دوی د امریکایانو له لوري په وار وار بمباري ، د سولي په خبرو کي د امنیتي ځواکونو نامعلوم برخلیک ، په میاشتو میاشتو د معاشونو ځنډیدل،  او دي ته ورته نورو لاملونو له امله د دولتي ځواکونو له صفونو څخه د سرتیرو د تیښتي او تسلیمي د ګراف کچه د پام وړ  لوړه کړي .

په افغانستان کې د امريکايي لګښتوتو د څار بنسټ (سيګار) هم خبرداری ورکړی چي د دولتي ځواکونو شمیر د تیر کال په نسبت ۱۱ فیصده کم شوی دی .

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نن ټکی آسیا
غړی
نن ټکی آسیا

مننه ژوند دی غواړم زړګی له اله دی مننه