ننګرهار کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې د اربکيانو د قومندان په موټر چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې نن مازيګر مهال د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د مولوي خالص بابا د فاميليو په څلور لارې کې د چپرهار ولسوالۍ د اربکيانو مشر زمري په موټر چاودنه شوې ده چې نوموړی خپله او د هغه د دوه ساتکونو په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر عادل رسنیو ته ويلي دي چې په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ويلي دي چې په دې پېښه کې څلور اربکيان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي چې يو په کې ماشوم دی او همدا راز په ټپیانو کې هم درې تنه نظاميان او نور يې ولسي وګړي دي.

د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی چې د ننګرهار ځينې چارواکي او اوسېدونکي ددې ولايت په ناامنۍ کې ولايتي مافيايي کړۍ او زور واکي په لاس لرلو تورنوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د