د چین ولسمشر: پاکستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د چین ولسمشر وايي، بیجینګ د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا بولي او ژمن دی چې اسلام اباد د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅوي.

شی جینگ پینگ دغه څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» سره د لیدنې په مهال وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د شي جینګ پینګ سره د اشرف غني د لیدنې د خبر تر څنګ ذکر شوي «جمهوررئیس غني وویل، افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده، جمهوررئیس له طالبانو سره  له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي وباله او د چین له  همکاریو څخه په مننې یې وویل، د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکي دي».

خبرپانه وړاندې لیکي «د چین جمهوررئیس د چین او افغانستان تر منځ دوستانه مناسباتو ته په اشارې وویل، هیواد به یې له افغانستان سره د انکشافي همکاریو  ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړي، جمهوررئیس شي جینګ پينګ د تروریزم پر وړاندې د افغانستان د قربانیو او مبارزې د قدرداني ترڅنګ وویل، چین د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي. نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان همکاري مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوي».

چین داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ټټر وهي چې، طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینې چین ته د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالب استازو د سفر خبر ورکوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

یقین می نشی چی آبک نا می زوی وشی، سوله د پاکستان نا عوښتل د سولی د سبوتاژ په معنا ده. شل کال کیږی همدا یوه لوبه تکراریږی او د افغان ولس سترګو ته خاوری شیندل کیږی ټرمپ ته حطونه لیږل کیږی چی موږ به په نیمه حیټه مړی خورو خو تاسو مه ځی. نوری خبری او غونډی د وخت ضایع دی او صرف د افغان ولس ریښتونی استازی علماء کرام به د الله په نصرت د خپل ولس په ملاتړ له کفارو ازادی اخلی کفار به له خپلی پاکی خاوری شړی او یوه تلپاتی سوله به راولی.
ان شاءالله

نورالله خان افغان
میلمه
نورالله خان افغان

د امریکی جنګ له افغان ولس سره دی او د امریکی په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنګ او سوله د پاکستان سره دا به کوم سالم عقل ومنی؟؟؟
د ټرمپ د سپینی ماڼی جنګی ستراتیجی په افغان ولس شپه او ورځ بمبارونه وحشتونه او بیا هم سوله د پاکستان سره، ایا د به کوم لیونی مجنون ومنی؟؟؟
څوکی چی جنګ له افغان ولس سره کوی او سوله د پاکستان نا غواړی، په حقیقت کی دا د سولی او افغان ولس دښمن او لوی خنډ دی.