افغانستان

مودي: هند د افغان سولې په برخه کې د افغانستان هیلې پوره کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د هند لومړی وزیر «نرینداري مودي» وايي، هیواد یې ژمن دی د افغانستان د سولې او ثبات په برخه هڅې وکړي.

مودي چې له اشرف غني سره یې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې خبرې کولې وویل « هیواد یې د تل په څېر له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او تیار دی د افغانانو په مالکیت د سولې له هرې پروسې ملاتړ کوي».

په غبرګون کې یې غني د نریندرا مودي مرستې له افغانستان سره وستایلې او تاکید یې وکړ چې باعزته سوله د افغانانو ملي ارمان او له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.

د هند لومړی وزیر داسې مهال د افغان سولې په برخه کې له ګډ حکومت سره د همکارۍ ژمنه کوي چې، د افغانستان د سولې په پروسه او له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې د هند په پخوانۍ ستراتېژۍ کې د بدلون سګنالونه تر سترګو شوي.

څه موده وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزېرې «سوشما سواراج» د شانګهای په نړیوال کنفرانس کې غونډې ته د وینا په مهال وویل « هند د افغان سولې اړوند له هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې افغانستان د یوه  سوله ئیز، باثباته، امن، په اقتصادي  ډګر کې په ځان د بسیا او جنسیتي او بشري حقوقو ته د ژمن ملت په حیث راڅرګندوي».

تر دې وړاندې د هند دریځ دا وو چې له د افغانستان د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ مخ په وړاندې ځي.

د شنونکو په باور؛ د طالبانو د فعالې او بریالۍ ډيپلوماسۍ په پایله کې هند ته جوته شوې چې که د «ګډ حکومت» په رهبرۍ د سولې پروسې ته په تمه کېنې د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې به منزوی پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x