افغانستان

الیس ویلز: امریکا د سولې تر توافق وروسته هم له افغانستان سره اړیکې پالي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د سولې تر توافق وروسته هم متحده ایالات له دې هیواد سره ښې اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» تېره ورځ کانګرس ته په خپله وینا کې وویل « په افغانستان کې له سوله ئیزې لارې د شخړې ختمول د واشنګټن د پالیسي په لومړیتوبونو کې راځي او که چېرې متحده ایالات په افغانستان کې د سولې توافق وکړي او خپل فوځونه له دې هیواد څخه راوباسي بیا به هم متحده ایالات له افغانستان سره پایدارې اړیکې ولري».

د ویلز په خبره؛ له افغانستان سره به د متحده ایالاتو مرستې د بیارغونې په برخه کې وي خو دا مرستې به نورې د سپینو چیکونو له لارې نه کېږي بلکې د هر څه حساب به څرګند وي.

ویلز تاکید وکړ؛ چې افغان حکومت که څه هم د فساد سره د مبارزې په برخه کې تر یو حده بریالی دی خو غوره به وي که په دې برخه کې لازم سمون راولي.

امریکا د اسې مهال له طالبانو سره تر موافقې وروسته له افغانستان سره اړیکي غواړي، چې ډيپلوماټان یې له طالب استازو سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي او تر ډېره تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او متحده ایالات له افغانستان څخه خپل فوځونه وباسي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي « زلمي خلیلزاد» هم تېره ورځ له یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې د طالبانو له قوله ادعا وکړه ، چې دوی نور د متحده ایالاتو سره غوره او په متقابلو همکاریو ولاړې اړیکې غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x