افغانستان

د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشر ونیول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سفارت د ساتنې قطعې مشر د خلګو د ځورونې په تور نیول شوی.

هشت صبح ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت د ویاند «نصرت رحیمي» له قوله لیکي چې، محمد اجان چې د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشري په غاړه لري د سفارت مخته د خلګو د ځورونې په تور نیول شوی ، قضیه یې جریان لري او جدي چلند به ورسره وشي».

رحیمي زیاتوي « له دې وروسته د پولیسو صفونه د هغو خلګو له شتون څخه پاکېږي چې د پولیسو له یونیفورم څخه ناوړه ګټه اخلي».

د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشر وروسته له هغه نیول کېږي چې، نن ورځ په ټولنیزو رسنیو باندې د سفارت له مراجعینو سره د نوموړي د بد چلند ویډیو خپره شوه.

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې محمد اجان د سفارت مخته سپین ږیري ټیله کوي او تر منځ یې یو سپین ږیری په ځمکه غورځوي.

د پاکستان سفارت مخته له مراجعینو سره  د بد چلند خبر لومړی نه دی، تر دې وړاندې هم د یاد سفارت  د ساتونکو له لوري د رشوت اخستلو او له مراجعینو سره د بد چلند راپورونه ورکړل شوي او ادعا شوې چې د ساتونکې قطعې پولیس له لوړ پوړو چارواکو سره اړیکې لري او د هغوی لپاره له مراجعینو پیسې راټولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

زما د کورنی غری یی زما د سترگو په حضور کی یی قبر ته کوز کری دی خو قسم که یی دونه زور راکری وی لکه دغه بیغرته پولیس چی دا سپین ژری پر مزکه و غورزاوه. دولت هیخ وخت په دغسی مردار خوارو او رزیلو انسانانو وطن نسی ساتلای. ظاهر قدیر او نور و ننگرهاری وکیلانو چیری یاست دغه بیغرته پولس ولی نه اصلاح کوی.

حکیمي

هغه ویډیوچي څوک وګوري پوهیدای شي چي امریکایانوڅه ډول وحشی داړونګي ځناور روزلي دي
دامریکایانوبې ضمیره مزدوران ټول همدا ډول صفات لري هوښیاریې هغه دوستم ده
بیاځینې بې وجدانه خیاطان پرتوګونه هم ورته ګنډي

غ.حضرت

پورته خواشینوونکی پیښه له څو اړخونو د بحث وړ ده.
۱- د یو بوډا سړی یا ښځی یا ماشوم او په مجموع کی د هر انسان په وړاندی سپک او تحقیر آمیزه چلند د غندنی وړ کړنه ده خصوصاً د یو بوډا مؤقر شخص په وړاندی.
۲- د قرآن په حُکم پر پیغمبر علیه السلام باندی درود او سلام یوه دینی – عقیدتی فریضه ده خو دا درود به په هیڅ صورت کی اجر ونلری که د پیغمبر علیه السلام ځینی بدیهی او ساده او آسانه او ګټور سنت او سپارښتنی پر ځای نه سی. پیغمبر علیه السلام هم خپله د مشرانو درناوی درلود او هم ئې خپلو لارویانو او حتی ټول بشر ته ددی نیک کار سپارښتنه کړی ده، په حقیقت کی ددې سپارښتنی څخه مقصد د یو ځوان د راتلونکی بوډاتوب د درناوی د خوندی ساتلو پخاطر دی.
۳- زموږ خلګ هم مکلف دی چی ځینی مدنی قوانین ( چی په حقیقت کی د محمدی اخلاقو د مجموعی یوه برخه ده) زده او په ټینګه پر ځان تطبیق کړی.د نوبت د صف د مقرراتو مراعات یو لدې مدنی او ښاری تهذیب څخه ګڼل کیږی. که یو څوک دا مقررات مراعات نه کی نو معنی به ئی داوی چی د بل پر حقوقو ئي تجاوز کړیدی( که څه هم په ټیټه کچه) په ضمن کی پدې ډول صفوفو کی اصلاً باید د پولیس شتون ته اړتیا نه وی او خلګ باید خپله د خپل ځان پولیس وی او که احیاناً کوم پولیس شتون ولری نو باید د پولیس له ویری یا پولیس په درناوی دا مقررات عملی کړه سی.
۴- په دومره ازدحام او د ولاړو خلګو په بی نظمی کی یو کس( پولیس ) بیچاره د سخت فشار له امله عصبانی کیدای سی او د هر نامناست غبرګون د ښودلو احتمال ئی شته، له یوی خوا هوا ګرمه له بلی خوا د صف بی نظمی او د پولیس بیچاره روحی او جسمی ستړتیا ددې ناوړو پیښو سبب کیږی.
۵- تر ټولو مهمه خبره داده چی ددي خښم ځپلی پولیس د کړنی انګیزه او علت او نیت باید پیدا او معلوم او بیا قضاوت وسی.
۶ او ۷ – که څنګه؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close