داسې اپلیکشن چمتو شوی چې د «ټوخي» اواز په اوریدلو د ناروغۍ تشخیص کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په عام ډول د ناروغۍ تشخیصولو لپاره ډاکټران د خپلو تجربو پر اساس او یا هم د بېلا بېلو ټيسټونو په کولو سره ناروغي تشخیصوي.

خو لکه څرنګه چې عصري طب د ټکنالوژۍ په برخه کې ستر پرمختګ کړی همدا ډول طبي ساینس پوهانو د ټکنالوژۍ په مرسته یو داسې اپلیکیشن یا کاریال چمتو کړی چې د ټوخي اواز په اوریدلو سره د ناروغۍ تشخیص کولای شي.

د استرالیا په کوینزلینډ پوهنتون کې پوهان په دې توانېدلي چې د «۱۴۳۷» د کوچنیانو چې عمرونه یې ۱۲ کاله وو د ټوخي اوازونو په واسطه د ځیرک مبایل یو داسې اپلیکشن چمتو کړي چې د ټوخي اواز په اوریدلو د ناروغۍ اصلي لامل په ډاګه کړي.

زیاتره کوچنیان د ټوخي پر ناروغۍ ډیر اخته کیږي چې بېلا بېل لاملونه هم لري، ددې اپلیکشن په واسطه به وکولای شي د ماشوم ټوخي اواز په اوریدلو سره د ناروغۍ نوعیت او یا هم چې ماشوم کې د کومې ناروغۍ د اخته کېدو امکان زیات دی وښایي.

که څه هم ماشوم باید د ټوخي پرمهال ډاکټر ته وښودل شي خو که چیرې دغې ته لاسرسی ستونزمن وي نو دغه اپلیکشن د ټوخي اواز له سختوالي د ناروغۍ اندازه معلومولی شي چې ایا ناروغ په کومه ناروغۍ اخته دی.

Image result for App diagnosis children's illnesses, based on their cough

ددغه اپلیکشن د لومړي وار ازموینې لپاره «۸۵۲» بېلا بېل د ماشومانو ټوخي اوازونه وازمویل شول، چې اپلیکشن په کامیابۍ سره د هر ټوخي اواز په اوریدلو د ناروغۍ اصلي لامل او نوعیت له ۸۱ څخه تر ۹۷سلنه پورې سم معلوم کړی دی.

تر دې دمه ددې اپلیکشن په واسطه د سینه بغل، ساغرۍ، ساه تنګي، او نورې تنفسي ناروغۍ په رسمي ډول تجربه شوي دي، خو د لا غوره والي لپاره پرې کار روان دی.

دغه اپلیکشن تر دې دمه د بېلا بېلو ازموینو لاندې دی او په عام ډول د خلکو پرمخ نه دی وړاندی شوی، خو ویل کیږي چې ډير ژر به وړاندې شي او خلک به د ناروغۍ پرمهال له سخت تشویش څخه وژغوري.

د یادونې ده چې له دې وړاندې جاپاني ساینس پوهانو هم دې ته ورته اپلیکشن چمتو کړی و چې په واسطه به یې د تنفس ناروغیو تشخیص کیدل شوني وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

عقیده کول پر اسماني او دیني مسائلو باندی بل شی دی خو عقیده پرداسې مزخرفاتو انسانان د وحشیت خواته دعوته وي ! د ټوخي په دوداو ډول سړی کولای شي چې د سږیو او ستوني مرضونه په محدود ډول سره تشخیص کړي او بس نور نه !