ورزش

نړیوال جام: افغانستان به نن له سویلي افریقا سره بخت ازمایي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې به افغان ملي لوبډله په خپله څلورمه سیالۍ کې د سویلي افریقا لوبډلې سره نن د شنبې په ورځ بخت ازمایي.

د روان نړیوال جام په ترڅ کې به نن سویلي افریقا خپله پنځمه او افغانستان خپله څلورمه سیالۍ ترسره کوي، تر دې دمه دواړو لوبډلو په روان نړیوال جام کې هیڅ کومه سیالۍ نه ده ګټلې، خو د سویلي افریقا لوبډلې یوه سیالۍ د ورښت له کبله لغوه شوې چې اوس په مرسته یې یو پواینټ لري.

په ترتیبي ډول افغان لوبډله په صفر پواینټ درلودلو سره د روان نړیوال جام د جدول په وروستي نمبر کې او سویلي افریقا په یو پواینټ درلودلو سره له افغان لوبډله څخه وړاندې په نهم نمبر ده.

د سویلي افریقا لوبډلې مشر فاف ډوپلیسي تېره ورځ د رسنیو پرمخ ویلي چې دوی غواړي په هر قیمت افغان لوبډلې ته ماتې ورکړي تر څو د لوبغاړو له سر څخه شته فشار ښکته شي، خو له بل پلوه افغان لوبډله هم له درې پرلپسې ماتو وروسته د ګټې تږې ده.

د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ تر دې دمه کومه یوه ورځنۍ سیالۍ نه ده ترسره شوې خو دوه شل اوریزې سیالۍ یې ترسره کړي چې دواړه سویلي افریقا لوبډلې ګټلې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به نن د شنبې په ورځ د مازدیګر په (۵:۰۰) بجې د ویلز په کارډیف لوبغالي کې ترسره شي، همدا ډول به له دې وړاندې نن ورځ په (۲:۰۰) بجې د استرالیا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ سیالۍ هم ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x