خلیلزاد: د امریکا او ایران کړکېچ بايد پر افغانستان اغېز ونه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د امریکا او ایران کړکېچ بايد پر افغانستان اغېز ونه کړي او که ایران د افغان سولې پر وړاندې د امریکا متحده ايالاتو ته خنډونه رامنځته کوي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

خلیلزاد په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې ایران بايد له امريکا سره خپل سياسي جنجالونه له افغانستانه بهر وساتي.

د امریکا ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوه لور ته په افغانستان کې د روان اوږدمهالي بحران د پای ته رسولو په موخه امریکا او طالبانو د سولې خبرې پيل کړي او بل لور ته د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی په زياتېدو دی او دواړه لوري د يوه بل پر ضد لفظي بریدونه کوي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پيلېدو سره زلمي خلیلزاد د سيمې هېوادونو سفرونه هم پيل کړي او د افغانستان کشالې د پای ته رسېدو په موخه يې پاکستان، هند، چين، روسيې، اروپا او نورو اړوندو هېوادونو سفرونه کړي، خو تر اوسه ایران ته نه دی تللی.

خلیلزاد وایي، د افغانستان بحران د  سياسي حل په موخه تر اوسه د ایران د مرستې اړتيا نه وي، خو ګډ حکومت وايي، د سولې په اړه د ایران په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره په اړيکه کې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منګل افغان زوی
میلمه
منګل افغان زوی

د فشار اچولو لپاره نوره مکړه سفرونه
هر طرف لاړی خاوری د شول ټول امیدونه
افغان ولس استازی درته ډګر باندی ولاړ دی
که سوله غواړی له بل چا مکړه تپوسونه
زما منګل د زړه خبره لږه واوره
که شوی بی لاری ډیر به وخوری تیندکونه