یو ځناور چې د انسانانو په جیل کې د «عمر بند» سزا تیروي – ويډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): تاسې به انسانان ډیر په بېلا بېلو جرمونو په بند کې لیدلي وي چې د خپلو غلطیانو د عمر بند سزا تیروي، خو ډیر کم یا به مو هیڅ نه وي لیدلي چې یو ځناور په جیل کې د یوې غلطۍ په کولو د عمر بند سزا تیروي.

د قازاقستان هېواد په پلازمینه نورسلطان سیمه کې یو «۲۲» کلنه «یږه» په جیل کې د انسانانو سره یوځای د عمر بند سزا تیروي.

دغه جیل چې د قزاقستان پلازمینې نورسلطان سره په ۴۳۰ میله کې د شمال لویدیځ خواته په کوستانی کالونی کې د روسیې هېواد پولې ته نږدې پروت دی.

دغه یږه «اکاتیرینا» نومیږي چې په ۲۰۰۴م کال کې یې په یوه ژوبڼ کې دوه تنه چې دېته یې خوراک ورکاوه سخت ټپي کړي وو، چې له کبله یې د ژوبڼ چارواکو جیل ته د وړلو پریکړه وکړه.

لومړی د ژوبڼ چارواکو پریکړه وکړه چې دغه یږه بل ژوبڼ ته واستوي خو هیڅ کوم د ژوبڼ مالکان دېته چمتو نشول چې په خپل ژوبڼ کې ځای ورکړي، بالاخره پریکړه وشوه چې د انسانانو سره یوځای دې تر مرګه په جیل کې وي.

 

دغه جیل چې د قازاقستان هېواد پلازمینې نورسلطان سیمه کې دی ۷۳۰ تنه انسانان خطرناک بندیان لري، ددوی سره په ځانګړې خونه کې دغه «یږه» هم د عمر بند ژوند تیروي.

په دغه سیمه کې یږې اوس ځانګړی شهرت موندلی چې ددې مجسمه هم جوړه شوې او یو شمېر خلک یې لیدو ته ځي راځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د