
اشرف غني: د افغانستان کشالې د سياسي حل لپاره د امريکا په ژمنتيا شک نه کوو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي د افغانستان کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا په ژمنتيا شک نه کوي، خو په عين حال کې يې ويلي، چې جرمني، چين او د سيمې نور هېوادونه بايد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته زمينه جوړه کړي.
اشرف غني پرون د قرغيزيستان په پلازمنې بيشکيک کې د شاهنګهای همکارۍ سازمان غونډې وويل، چې افغان حکومت د سولې لپاره د امريکا په ژمنتيا شک نه کوي، خو د سولې لپاره بايد سيمه ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شي، تر څو بين د افغانستان کشاله د بين الافغاني خبرو له لارې حل شي.
د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين هم د شانګهای کنفرانس ته وويل، چې د افغانستان حالات جدي پاملرنې ته اړتيا لري او ټينګار يې کړی، چې افغانان ملي پخلاينې او اقتصادي همکارۍ ته اړتيا لري.
په عين حال کې چين هم ويلي، چې د افغانستا کشالې د حل لپاره د پاکستان مرسته اړينه ده.
اشرف غني په دغه ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو غوښتي، چې د سولې لپاره د افغان حکومت له دريځه ملاتړ وکړي.
طالبانو په تکراري توګه د ګډ حکومت له چارواکو سره له خبرو انکار کړی او ټينګار کوي، د افغانستان بحران اساسي عامل د امریکايي پوځيانو شتون دی او لومړی بايد د روان بحران بهرني اړخ په اړه له امریکا مذاکرات بشپړ کړي.
د ګډ حکومت مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان بحران د سياسي حل په موخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپږ پړاوه تېر شوي او ټاکل شوې، چې په راتلونکي جولايي مياشت کې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.