د هرات ولايتي شورا غړي په خپل منځ کې سره نښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هرات د ولايتی شورا غړو تر منځ لفظي شخړه په فزيکي شخړې اوښتې ده چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

دا پيښه نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې د ولایتي شورا مشر کامران عليزي او ددې شورا له بل غړي غلام حبيب هاشمي ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

د هرات د ولايتي شورا غړي نجيب الله محبي رسنيو ته ویلي دي چې له لفظي شخړې وروسته د شورا مشر غوښتل چې غلام حبيب له ولايتي شوار وباسي؛ خو د نورو غړو له غبرګون سره مخ شو چې په پايله کې يې له يو بل سره لاسونه اچولي او د ولايتي شوار په داخل کې ډزې شوي دي چې د شورا د دوو غړو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

محبي ويلي دي چې د کامران عليزي ساتونکو ددې سربيره د ولایتي شورا نور وکيلان هم وهلي او ټپيان کړي دي.

له پيښې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي تر څو په سيمه کې د بلې ممکنه شخړې مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بيلابيلو ادارو کې وخت ناوخت د چارواکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړې رامنځته کيږی چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه د هرات ولايتي چارواکو ددې پيښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

غله، لوټماران، تل په خپلو منځو شخړی کوی، او یوبل وژنی.