افغانستان

کابل ښار کې د وسله والو غلو د خطرناک بانډ مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې تروريزم سره د مبارزې ځواکونو نن په کابل کې ښار کې د غلو او وژونکو د خطرک ناک بانډ مشر نبي کوهبندی وژلی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وایي، چې نبي کوهبندي نن شبنه له غرمې وروسته د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ووژ شو.

د کورنيو چارو وزارت په وينا، نبي کوهبندي د خطرناکې لس کسيزې ډلې مشر و، چې کابل کې يې په ګڼو غلاوو، لارې شکوونې او وژنو کې لاس درلود او ډېر فعاليتونه يې د نهمې حوزې اړوند سيمو کې و.

دا په داسې حال کې، چې  نږدې  درې اونۍ وړاندې هم د کابل پوليسو د عنايت قيچي  په نوم د وسله والو غلو يو بل مشر هم په پغمان کې وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx