د قطر سفر « دولسمه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

ډاکټر صیب فاروق اعظم لږ‎ غوصه و راته، ویل یې: موږ‎ ډیر ولټولې چې د البرکات ځای ته زموږ‎ سرہ لاړ‎ شې خو ته بالکل نادرکه شوې! دا ډیر مفید مجلس و، باید گټه دې ترې پورته کړ‎ې وہ! او ھمدا ستا وړ‎اندیز ھم و خو بیا د تگ پر مھال نه وې!

ما بښنه وغوښته مگر دا مې نه پوھیږ‎م ولې ورته و نه شو ویلای زہ د متقي صیب لیدنې ته تم شوی وم!

بیا یې په تُندہ لھجه را ته کړ‎ل: مازیگر ته د طیب آغا لیدو ته ورځو، پام چې دا ځل کوم خوا لاړ‎ نه شې!
ما ځواب ورکړ‎: سمه دہ صیب! ھیچرته به نه ځم!

مازیگر موږ‎ د ھوټل په ھال کې راټول شوي و چې د اغا صیب درې یا څلور موټر راورسیدل.

موږ‎ په مختلفو موټرو کې سرہ تقسیم شو، یو کس چې غالبا زما په لټه کې و نژدې راغی او داسې روغبړ‎
یې راسرہ وکړ‎ لکه زما چې د مودو اشنا وي!

ذاکري صیب راته کړ‎ل: دا حافظ صیب عزیز الرحمن دی!

ماته خپل نالیدلی گران دوست صمیم کندھاری سترگو ته ودرید! له حافظ صیب سرہ د لیدلو سپارښتنه راته صمیم کندھاري صیب کړ‎ې وہ. د ھغه د تیلفون شمیرہ یې ھم رالیږ‎لې وہ.

ما یې پوښتنه د امارت له مشرانو سرہ د غونډې پر ورځ له حنفي صیب او غالباََ له شاھین صیب څخه کړ‎ې وہ خو حافظ صیب ھلته نه و راغلی نو ملاقات مې ورسرہ نه و شوی!

د خالد ھادي صیب له ټیلفون څخه مې ورځ مخکې خبرې ورسرہ شوې وې!

حافظ صیب د إمارت پر مھال په متحدہ عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر ھم پاته شوی و.

د حافظ صیب په نوراني څیرہ، ورین تندي، له خندا ډکه خوله او گرمه ستړ‎ي مه شي کې د کندھار صمیمیت له ورایه جوت و!

ماته یې د انگریزۍ ژبې ھغه متل را یاد کړ‎ چې وایي: سړ‎ی یې په ملگرو پیژندل کیږ‎ي!

ما د حافظ صیب په تواضع او خاکسارۍ کې خپل ملگری صمیم نور ھم ښه وپیژاند!

موټران آخر روان شول، د اغا صیب تر کور به ۲۰-۲۵ دقیقې لیار وہ. زموږ‎ د سپرلۍ موټر پخپله حافظ صیب چلوہ، موږ‎ ھم ورسرہ د زړ‎ہ له اخلاصه بنډار کاوہ!

زموږ‎ موټر له عمومي سړ‎ک څخه یوہ فرعي او له ھغه څخه بل سړ‎ک ته تاو شو. د یو لوی کور مخې ته ودرید.

موږ‎ چې د کور پر دروازہ ور ننوتلو نو پته راته ولگیدہ دا یو کور نه بلکې د څو کورونو مجموعه دہ چې لوی دیوال ترې را تاو شوی. د لویې دروازې کیڼ اړ‎خ ته یوہ وړ‎ہ مدرسه/مسجد و چې غالباََ کوچنیانو پکې حفظ کاوہ. د ھمدې لوی انگړ‎ ښي خواته د اغا صیب میلمستون و.

د میلمستون په خوله کې مولوي صیب نیک محمد د طالبانو د رھبرۍ شورا غړ‎ی زموږ‎ ستړ‎ې مه شي ته ولاړ‎ و.

آغا صیب ورپسې ولاړ‎ و. ھر میلمه ته یې پر معانقې ستړ‎ي مه شي ویل.

له کیناستو سرہ سم داکتر صیب فاروق اعظم خبرې پیل کړ‎ې، غالبا زہ یواځینی کس وم چې ډاکتر صیب په شد او مد آغا صیب ته ور معرفي کړ‎م!

د ډاکتر صیب د خبرو غوړ‎ چاڼ:

د ډاکتر صیب خبرې د اغا صیب او د ھغه د کورنۍ په قربانیو، فداکاریو او په دواړ‎و جھادونو کې په نه ستړ‎ي کیدونکیو خدماتو پیل شوې.

ھغه د لالا ملنگ ( د اغا صیب مشر ورور ) په اړ‎ہ وویل: له روسانو سرہ د مقاومت پر مھال د لالا ملنگ د سپیڅلي او پاک جھاد کیسې زموږ‎ د شھامت او پر خپل دین او وطن د سرښندنې لازواله بیلگې دي!

زما ښه یاد شي چې ھغه د روسانو لخوا ونیول شو.

د کندھار مجاھدینو د نیول شویو روسي عسکرو په بدل کې را خوشې کړ‎ او بیا څه مودہ پس له شوروي یرغلگرو سرہ په مخامخ جگړ‎ہ کې شھید شو.

د اغا صیب پلار عمر خوړ‎لی سدوزی اغا زموږ‎ د عصر سترہ علمي ھستي او روحاني مشر دی.

د اغا صیب جھادي خدمتونه او دیپلوماتیکې بریاوې د ھغه د لوړ‎ استعداد استازیتوب کوي او ھیله لرو چې ھغه به یې د تل په څیر د دین او وطن د لوړ‎و مصالحو په لیار کې له کارونې ډډہ و نکړ‎ي!

ډاکتر صیب پسې ځینو نورو ملگرو ھم لنډې خبرې وکړې خو زما تر ټولو زیاتې د عبید الله علم صیب وینا خوښه شوہ؛

علم صیب د روسي یرغل پر خلاف د لوگر د با شھامته ولس د ھغه قیام ( ۱۹ ثور ۱۳۵۸ ھجري شمسي ) یو گډونوال و چې ھغوی په چقمقي ټوپکو، بیلچو او کولنگونو پیل کړ‎ی و!

د ھغه خبرې پر تاریخي بیلگو بنا وې، ژوندي مثالونه یې ورکول او له تیرو ترخو او ناکامو تجربو یې د زدہ کړ‎ې تاکید کاوہ. ھغه وویل: د مجاھدینو تر بریا وروسته، پخوانيو کمونستانو د خیښي، چاپلوسۍ او نورو ذلیلو لیارو د مجاھدینو په منځ کې سرایت وکړ‎، ھمدوی ول چې د مجاھدینو تر منځ یې د نفاق او کینې تخم وشیندہ چې په نتیجه کې یې کورنۍ جگړ‎ہ پیل او وطن وران شو!

پاک، صادق او مخلص مجاھدین څه له صحنې و ایستل شوہ او ځینو نورو یې خپله د مایوسۍ په حالت کې
میدان پریښود.

پاکو مجاھدینو دا استدلال کاوہ نه غواړ‎ي د کورنیو جگړ‎و یوہ برخه و اوسي خو دیته یې پام نه و چې د میدان داسې پریښودل منافقینو ته د قدرت پر گدۍ د کیناستو چانس په لاس ورکوي چې دا نه د ولس او ھیواد په گټه و او نه د دین!

نو له اغا صیب څخه ھیله لرو چې د مجاھدینو د ترخو او ناکامو تجربو څخه په درس اخیستنې په اوسني جھاد کې خپل نقش او گډون لا پسې غښتلی کړ‎ي، تر څو نا اھله او موقع پرسته خلکو ته دا فرصت په لاس ور نه شي چې د اوسني جھاد لاسته راوړ‎نې را څخه وتروړ‎ي!

طیب اغا د ټولو راغلیو میلمنو خبرې په خورا دقّت اوریدې، دغه مھال د مجلس ځینو ځوانو گډونوالو له خپلو تیلفونو سرہ لوبې پیل کړ‎ې وې.

ماته دې کار په داسې یو مجلس کې خوند نه راکوہ نو مې وغوښتل د خپلو ځوانانو دا ناوړ‎ہ عمل په بله طریقه اصلاح کړ‎م، ما ډاکتر صیب مخاطب کړ‎ او داسې پوښتنه مې ترې وکړ‎ہ:
ډاکتر صیب! تاسې چې په نړ‎ۍ کې ډیر گرځیدلي یاست، نور ملتونه او قومونه مو ھم لیدلي؛ آیا د نورو ملتونو ځوانان ھم د مجالسو پر ادابو نه پوھیږ‎ي او په مجلس کې د مھمو خبرو پر مھال له خپلو تیلفونو سرہ په لوبو اخته وي؟ او که دا ناوړ‎ہ عادت یواځې زموږ‎ ځوانانو ته سرایت کړ‎ی؟!
نه پوھیږ‎م ډاکتر صیب څه ځواب راکړ‎ خو ھغو ځوانانو ژر ژر ټیلفونه خپلو جیبو ته کړ‎ل او د مشرانو خبرو ته په توجه کیناستل!

د سید محمد طیب آغا وینا:

ما طیب اغا په لومړ‎ي ځل ولید. ھغه د ۳۰-۳۵ کلونو ځوان ښکاري. سړ‎ی فکر نه کوي چې دا به ھماغه د إمارت تر ټولو بریالی دیپلومات وي.

د اغا صیب تر مشرۍ لاندې، طالب استازو په ډیرو سختو شرایطو کې په څو نړ‎یوالو کنفرانسونو کې شرکت کړ‎ی و او توانیدلي و فرانسې، جاپان، ناروې، ایران او نورو ھیوادونو ته سفرونه وکړ‎ي تر څو د امارت غږ‎ د نړ‎یوالو غوږ‎ونو ته ورسوي!

په دیپلوماتیک ډگر کې د اغا صیب یوہ سترہ لاسته راوړ‎نه د قطر د دفتر پرانستل او په تعقیب یې له امریکایانو سرہ د مخامخ خبرو له لیارې د یوہ اسیر شوي امریکائي خوشې کول و چې په بدل کې یې امریکا پنځه لوړ‎ پوړ‎ي طالب مشران د گوانتنامو له زندان څخه آزاد کړ‎ل!

آغا صیب د طالبانو د تحریک له پیل څخه د مرحوم ملا صیب په دفتر کې د ژباړ‎ن او ورپسې د ملا صیب خاص سکرتر ټاکل شوی و او یو له ھغو څو محدود مشرانو څخه و چې په ۲۰۰۱ م کې د امریکا له یرغل څخه پس یې ھم له مرحوم ملا صیب سرہ مستقیمې اړ‎یکې لرلې.

اغا صیب له شکل څخه د دیرشو او په خبرو کې د تعمق، ژوروالي او استدلال له مخې د شپیتو ښکاري.
ھغه په سړ‎ہ سینه د راغلیو میلمنو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د علم صیب د اندیښنې په ځواب کې چې مبادا د إمارت ځینې مشران له ناموافقو حالاتو څخه د مایوسۍ او انزجار په نتیجه کې گوښیتوب غورہ کړ‎ي، وویل: زہ تاسې ته ډاډ درکوم چې د امارت مشران تر بل ھر چا دې نکتې ته ډیر ځیر دي! د امارت د صفوفو متحد ساتل زموږ‎ لومړ‎یتوب او د ھمدې اصل په مراعت په کور دننه د اصلاح ھڅې او د إمارت داعیه نړ‎یوالو ته کما حقھا رسول، زموږ‎ ژمنتوب دی!

د خبرو تمرکز یې په لاندې ټکیو و:

ھغه په دې اند دی چې اوس وخت را رسیدلی د قربانۍ کچه تر قیادت پورې لوړ‎ہ کړ‎و.
ھغه د قطر د سیاسي دفتر له فعالو دیپلوماتیکو بریاو خوښ و، د خپلو ملگرو پر ھڅو او لاسته راوړ‎نو یې ویاړ‎ کاوہ خو کافي یې نه گڼړ‎لې او ویل یې؛ موږ‎ ته لا ډیر مزل پاته دی‎، باید ھڅه وشي نړ‎یوالو ته دا ثابته کړ‎و چې یواځې اسلامي إمارت د خپل ولس تر ټولو ښه استازیتوب کولای شي! زموږ‎ دیپلوماسي د متقابل احترام پر اصل ولاړ‎ہ دہ، نه چاته گواښ پیښؤ او نه د بل چا گواښ زغمو!

له گاونډیانو سرہ به مو تعامل ھم پر ھمدې اصل بنا وي!

ھغه د ذاکري صیب د دې پوښتنې په ځواب کې چې؛ چیست یارانې طریقت بعد از این تدبیر ما، وویل:
د سیاسی دفتر ملاتړ‎ ته راودانگئ!

د قطر دفتر ډیر کار او روابطو ته ضرورت لري، د نړ‎ۍ گوټ گوټ ته باید د اسلامی امارت داعیه چې په حقیقت کې د افغان مسلمان ولس غوښتنه دہ، ورسول شي!

ښایي د امارت د مشرانو تر منځ پر ځینو مسایلو سلیقوي اختلاف موجود وي؛ ښایي ټول مشران مسایلو ته له یوې زاویې و نه گوري، ښایي د ھغوی د تحلیل او فکر کولو طرز سرہ جلا وي خو موږ‎ ټول په دې باور لرو چې د امارت د صفوفو متحد ساتل تر بل ھر څه ډیر اھم او ضروري دي او موږ‎ ټول دې کار ته ژمن یو!

د اغا صیب مجلس خوږ‎ او خبرې ژورې وې خو د ماښام اذان وشو او موږ‎ ټول لمانځه ته پاڅیدو.

له لمانځه پس مو بیرته د ھوټل پر لور د تگ نیت وکړ‎؛ اغا صیب ھر میلمه ته جلا جلا ھلته د پاته کیدو ست وکړ‎ خو موږ‎ ترې اجازت واخیست، یواځې ډاکتر صیب فاروق اعظم، ذاکري صیب او رحیم لغمانی صیب ھلته ایسار شول، نور ملگري ترې بیرته خپل ھوټل ته راغلل.

یادونه: د دې لړ‎ۍ اخري څپرکی به ډیر ژر پر لیکه شي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د