د خرابې کارکردګۍ سلسله؛ افغان لوبډله په «۱۲۵» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې خپل خرابه کارکردګي جاري وساتله چې یو وار بیا ټوله لوبډله په «۱۲۵» منډو جوړولو وسوځېدله.

په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د ۲ ویکټو په سوځېدلو ۶۹ منډې جوړې کړې وې، یو مهال یې په ۷۷ منډو ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو په وروستیو کې د راشد خان په زړه پورې توپوهنې سویلي افریقا ته «۱۲۶» منډې هدف وټاکه.

پچه فاف ډوپلیسي وګټله خو ګلبدین نائب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې د نور علي ځدران او حضرت ځاځي په مرسته ښه پېل وکړ خو وروسته یې د پخوا په څېر پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو حیرانونکې دا وه چې د نجیب ځدران پرځای یې اصغر افغان ته فرصت ورکړی و، نجیب ځدران د افغانستان لخوا په روان نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې ۹۸ منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان لخوا مډل آرډر یا منځني توپوهونکي چې د یوې لوبډلې لپاره تر ټولو مهم دي یو وار بیا په بشپړ ډول ناکام شول، رحمت شاه ۶، شهیدي ۸، اصغر افغان صفر، محمد نبي ۱، اکرام علیخل ۹، نائب ۵، راشد خان ۳۵، حمید حسن پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېد.

په اوپنر توپوهونکو کې نور علي ځدران ۳۲ او حضرت ځاځي ۲۲ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د سویلي افریقا لخوا عمران طاهر ۴ او کریس موریس ۳ لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وي چې لوبه دوه واره د ورښت له کبله وځنډول شوه چې په پای کې ۴۸ اورونو ته راښکته شوه، خو افغان لوبډلې یوازې ۳۴.۱ اورونه ولوبول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د