ننګرهار؛ د داعش له لوری د ولسي وګړو پر بمونو الوزولو صحنه

د داعش د افغانستان څانګې قوت: امریکا یو څه خو حقیقت بل څه وايي

نسيم (شاهد)

په دې وروستیو کې په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د وړتیا په اړه خبرونه کښته پورته کیږي.

دا لړۍ وروسته له هغه پیل شوه کله چې اسوشیېټډ پریس اژانس د یوه امریکايي استخباراتي چارواکي له خولې ولیکل چې په افغانستان کې د داعش ډله د خپلو جنګیالیو د شمېر زیاتولو هڅه کوي، او کېدای شي ”په راتلونکي یوه کال کې دننه دننه پر امریکا او اروپا“ باندې د برید کولو وړتیا پیدا کړي.

د دې نامعلوم استخباراتي چارواکي تر څرګندونو څه موده وروسته، یوه لوړپوړي امریکايي قومندان، جنرال فرانک مکینزي، وویل چې د افغانستان داعش ډله رښتیا هم د امریکا لپاره سرخوږی دی، خو پر امریکا باندې د برید کولو وړتیا نه لري.

د استخباراتي چارواکي برعکس، جنرال مکینزي ویلي، ”داعش ډله رښتیا هم په امریکا کې د بریدونو ترسره کولو ارادې لري، خو تر څو چې موږ فشار ته پرې دوام ورکوو، دوی ته به د دې کار کول سخت وي“.

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي: آیا د افغانستان داعشیان رښتیا هم پر امریکا او اروپا باندې برید کولای شي؟
یوه ستونزه شته چې د داعش د ګواښ لوی ښوونکي امریکايي چارواکي له ”ارادې“ د ”وړتیا“ معنا اخلي. داعش د نړۍ په هر ګوټ کې د بریدونو ترسره کولو ارادې لري، خو دا یې د بریدونو کولو د وړتیا درلودو معنا نه ورکوي.

د افغانستان د داعش توري ته په کتلو له ورایه معلومیږي چې د پورته مطرح شوې پوښتنې ځواب نه دی. نه دا ځای له امریکا سره پوله لري، نه نږدې ورته پروت دی، او نه هم د دې ځای داعش داسې پرمختللې وسلې لري چې ۱۵۰۰۰ میله لیرې ځای پرې وولي. ښکاري د القاعده د ګواښ د توجیه په څېر، امریکا دلته د بریدونو پلان کېدو احتمال پر لوېدیځ د داعش برید بولي.

د دې ترڅنګ، نور داسې دلایل هم شته چې ثابتوي په خپل ځان پسې حیران د افغانستان داعشیان پر غرب بریدونه نشي پلانولای او ترسره کولای.

لومړی دا چې، د افغانستان داعش د دې ډلې د نورو څانګو په څېر قوي نه دی. د اسلامي دولت (داعش) د (لویديځې) افریقې څانګه د جنګیالیو، امکاناتو او سیمو په درلودلو سره ښايي په سوریه او عراق کې تر ماتې خوړلو وروسته د دې ډلې قوي څانګه وي.

د افغانستان د داعش برعکس چې د هېواد د ختیځ په غرنیو سیمو کې تقریبا د محاصرې په حال کې شپې ورځې تېروي او د نورو سیمو د لاندې کولو وړتیا یې تر پوښتنې لاندې شوې، د افریقايي څانګي جنګیالي وخت ناوخت په نایجر، مالي، چاډ، کینیا… کې پر دولتي او نړیوالو ځواکونو خونړي بریدونه ترسره کوي.

غیرحرفه يي سرتیري او ډله ییز بریدونه هغه څه دي چې امریکایان یې د افغانستان-مېشتو داعشیانو د قوت لامل بولي. خو دا له خپل ځواک ښوولو پرته، د یوې ډلې د زیات قوت دلیل نشي بلل کېدای. داسې بریدونه هغه ډلې هم ترسره کولای شي چې په سیمه کې حتی موجودیت هم نه لري، او یا هم تر پولو آخوا پراته وي. د افغانستان داعشیان هم په هغو سیمو کې چې داسې بریدونه پکې ترسره کیږي د ګوتو په شمېر سرتیرو او ډله ییزو بریدګرو درلودو پرته نور شتون نه لري.

دویم دا چې، د افغانستان داعش د پام وړ سیمې په لاس کې نه لري. د هېواد د ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو ځینې غرنۍ سیمې د دې ډلې د اعلان شوي خلافت سیمې دي، چې ښايي یوازې همدوی پکې اوسيږي – هغه هم په داسې حال کې چې له خپلو سیمو د وتلو او نورو سیمو لاندې کولو لپاره لازمه وړتیا نه لري. دې ډلې وخت ناوخت هڅه کړې چې په ننګرهار او کونړ کې سیمې لاندې کړې، خو د طالبانو د مقاومت له امله یې دې هڅو مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

طالبان: د داعش د اهدافو په لار کې ستر خنډ

داعش د طالبانو رقیبه ډله ده، چې طالبان یې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو او ګټو په لار کې خنډ بولي. په افغانستان کې د داعشيانو د خلافت تر اعلان راوروسته، طالبان د دې ډلې شتون ته تر ټولو ستر ځمکنی ګواښ ګرځېدلی دی. په جوزجان، لغمان، هلمند، زابل او نورو ولایتونو کې همدا طالبان وو چې د داعش نیالګی یې زرغونېدو ته پرېنښود.

د هېواد په شمال جوزجان ولایت کې په سټراټيژيکو سیمو کې د داعش ډلې موجودیت د سیمې د هېوادونو اندېښنې راپارولې وې. خو تېر کال طالبانو د پراخو عملیاتو په نتیجه کې دا جنګیالي وځپل، او د داعش د سیمه ییزو مشرانو په ګډون نږدې ۲۵۰ جنګیالي د کابل حکومت چورلکو له طالبانو وژغورل، چې تر انتقالېدو وروسته یې بیا د اوسني برخلیک په اړه معلومات نه دي رسنیز شوي.

طالبانو سږ کال د دې ډلې د ختمولو په موخه نور هم جدیت خپل کړی دی – ځکه له تېر یوه نیم کال راهیسې له امریکایانو سره په مذاکراتو بوخت دي، او امریکا ته د افغانستان له خاورې د ګواښ نه متوجه کېدل د دې خبرو یوه ایجنډا ده. امریکا وېره لري چې ښايي له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته یې القاعده او نورې ډلې یو ځل بیا په دې هېواد کې راټولې شي او پر امریکا بریدونه پلان کړي.

د طالبانو تر بیعت لاندې د القاعدې فعالیت او په افغانستان کې د دوی اوسني جګړه ییز نه-موجودیت ته په کتلو سره، د القاعدې او دې ډلې سره نورو تړلو ګروپونو په اړه امریکا ته د طالبانو ضمانت اطمینان ورکوونکی برېښي. خو د داعش په اړه امریکا ته د اطمینان ورکولو او د راتلونکي افغانستان امنیت ساتلو یوازینۍ لار د دې ډلې محو کول دي.

په دې وروستیو کې طالبانو کونړ او ننګرهار ولایتونو ته له نورو ګاونډیو ولایتونو اضافي جنګیالي لېږلي څو د داعش پر ضد پلان شوي عملیات سر ته ورسوي. طالبانو همداراز خپلو نظامي او استخباراتي ادارو ته امر کړی چې د داعش د تمویل، تجهیز، او جلب وجذب سرچینې وچې کړې او د دې ډلې د کمزوري کولو له هیڅ لارې دریغ ونکړي.

بهر حال، د داعش د افغانستان څانګې کمزورۍ؛ د واک د سیمو محدودیت؛ او پر دې ډله نظامي فشارونو ته په کتلو سره دې نتیجې ته رسېدای شو چې د افغانستان داعش پر لوېدیځ د برید (پلانولو) وړتیا نه لري – او نه به یې طالبان د دې وړتیا پیدا کولو ته پرېږدي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

وای موږک په سوری کی نه ځايیدی خو جارو يی په لکۍ پوری تړلی و ، داعش په افغانستان کی ځان نشی ساتلای دی بيا پر امريکا بريد کوی ، يا داچی امريکا پر خپل ځان د بريد اراده لری .