غزنی په اور کې سوځي

خالد افغان زوی

د اسلامي تمدن پلازمینه، د فردوسي، سنایي، هجویري او البیروني ټاټوبی، د غزنوي امپراطورۍ پرتمین پایتخت او د زرګونو عالمانو، عارفانو، غازیانو او ویاړمنو رجالو  وطن او مدفن(غزنی)  یو ځل بیا د تاریخ له ستر ازمویښته تیریږي.

هو کې، په داسې حال کې چې نړۍ د استدراجي انکشافاتو په اوج کې د هوس ارږمي باسي، په هیواد دننه مو ځوان نسل د کرکټ نشې معتاد کړی او ټول فکر و ذکر یې د نړیوال جام په لوبو کې دی. د فکر او هنر څښتنانو مو خپل قلمونه د سیاست له اربابو سره برمته کړي او  شپه ورځ په ټاکنیزو ناندریو، دعوو او دنګلو بوخت دي. په دې لګه درګه ماحول کې د وطن او نړۍ ویاړ غزنی د ظلم او قساوت غشي په سیني ټومبي او لګیا دی د اور لمبې یې بدن وریتوي.

غزنی دا ځل د کوم علاء الدین جهانسوز د کینې په بټ کې نه وریتیږي، بلکې خپل ناخلفه زوی ( اسدالله خالد) ورته په بده اوښتی او پردی غلیم( سکاټ میلر) ورته د انتقام مټې را نغښتي او غواړي د ټول زرکلن دیني او علمي پرتم سزا ورکړي.

دا څوومه میاشت ده چې دغه د علم او تمدن بورجل د امریکایي الوتکو د ډرون بریدونو، بمبارونو او داخلي ځانګړو قاتلانو د چاپو، تخریبي عملیاتو،  عاموژنو او ناتمامه وحشتونو په لمبو کې سوځي. که د تیرو څو میاشتو روزمره وحشتونه پریږدو راځئ د تېرو ۲۴ ساعتونو خونړیو حملو ته لنډه کتنه وکړو چې ټول قربانیان یې د دې علم پرور او تمدن زیږونکې خاورې بې ګناه ولسي وګړي دي.

تېر ماښام د غزني د شلګر ولسوالۍ د سردې په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې د عامو وګړو کرولا موټر وویشت او څلور تنه بې ګناه کلیوال ( جمال، ولي محمد، سید خان او محمد یوسف) یې ځای په ځای شهیدان کړل. نن سهار اته بجې د همدې ولسوالۍ د خوشال په کلي کې ډرون الوتکې د محمد امین او عصمت الله په نوم د نرمي د کلي اوسیدونکی دوه عام کلیوال په شهادت ورسول. همدا راز د ورځې په اوږدو کې د همدې ولسوالۍ د ملا ګلان او جوی دو په کلیو کې ډرون الوتکو په بریدونو کې ۷ تنه نور عام وګړي هم شهیدان کړل چې ۳ تنه یې د خواجه عمري ولسوالۍ د وچې کلا اوسیدونکي او ۴ تنه یې کوچیان وو. په دې بریدونو کې د عامو وګړو ۲ موټر او یو موټر سایکل هم له منځه تللي.

که د سکاټ میلر الوتکو په شلګر کې په عامو کلیوالو سینې یخې کړې، د اسد خالد قاتلانو بیا د غزني په مرکز کې د منګور په کلیوالو خپل د کینې او قساوت ډډی تش کړ. د ځانګړو قاتلو عسکرو قوې تیره ورځ د منګور په کلي هجوم راووړ، د خلیل، قربان او فریدون په نوم یې د دریو دوکاندارانو دوکانونه مات او ټول شته یې غلا کړل. د حاجي سرور بالاخانه او په کلي کې یې دوه د موټرو ګاراجونه په بمونه والوځول. د حاجي عبدالله په نوم د یوه کلیوال کور یې ویجاړ  یو موټر سایکل وسوځاوه او چې کله له کلي وتل نو د وحشي ځناوره په شان یې د کلیوالو درې څاروي هم وداړل او ووژل او بیا په خپله مخه لاړل.

د غزني په بله ولسوالۍ قره باغ کې بیا تیره شپه امریکایي او داخلي قاتلانو په برله سیمه کې په داسې کور چاپه وهلې چې د واده مراسم په کې روان و. عسکرو د کلیوالو دروازې ماتې کړي. د عامو خلکو ۵ موټر سایکل یي سوځولي. له کورونو یې قیمتي اجناس غلا کړي او له لوټ تالان وروسته یې سیمه پرې ایښي ده.

د تمدن له پلازمینې غزني څخه وروستی خبر دا دی چې همدا تیر مازدیګر پنځه بجې د شلګر ولسوالۍ د خارخشه سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې یو ځل بیا برید کړی او درې تنه ولسي وګړي چې درې واړه د همدې ولسوالۍ د حبیب ګوډلو اوسیدونکي وو ځای پر ځای یې شهیدان کړي دي.

دا وړ کیسې او فاجعې نن سبا د غزني بلکې ټول وطن د هرې ورځې داستان دی. امریکایي وحشیانو او داخلي ځناورو د سړیتوب، اخلاقو او عاطفې له ټولو اصولو پښې اړولي. سوچه وحشت، قتل او داړلو ته یې مخه کړې چې په اوسط ډول هره ورځ تر دیرشو د زیاتو عامو وګړو وینې څښي.

خیر، د تاریخ دا دوران به هم تېر شي. غزنی او غزنویان به د ظالمانو د قساوت له ایرو څخه یو ځل بیا سر راهسک کړي.  همدا ځمکه، اسمان او غزنی به وي خو د عصر په جهانسوزانو به لعنتونه وایي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

وخت مو په خیر. خالید افغان زوی ته. ځوان نسل .د قلم خاوندان د مجبوری بلکه د دولت او طالیب کرغیړنه کړو وړو څخه کرکیټ نړیووال جام ته ګوری. تر څو د خپل ژوند یوه شیبه غم په کرکیټ غلط کړی.همدا ځوان نسل او دا قلم خاوندان ټول په پښو مارش وکړ.سوله یی اوربند غوښتنه یی وکړه،خو نه طالیب او نه دولت دوی ته غوږ ونه نیوه. بلکه د همد ځوان نسل او همدا ولس لپاره طالیب فتح او دولت خالید عملیات آعلان کړل.هرو ورځ دولت او طالیب د ولس څخه ځوان نسل خپلو لیکو ته جذب کوی،یو بل سره… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

تر هغعو چی دا خلګ د انسانیت په زیور آراسته کیږی پر مونږ ټولو به ژوند تیر وی. فکر نکوم چی دوهم نسل هم لدی جهالت څخه راووځی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

اجمل صاحب ښه وخت.
لسم نسل چه راووځی هم شکر به وباسو.
کتاب له مخی نه شی لوستلی.نو فتوا هم صادر وی،قضاوت هم کوی.جلادی هم کوی.
جنت دوزخ هم ویشی،زړونه هم لولی.خلکو ته وایی چه ته ملحد یی چاته وایی چه ته جنتی یی.حتی د شهادت سندونه یم ویشی.
مسلمان،پښتون.او نر هغه څوک دی چه ځان او خپل عیال یی له همدا فتنه څخه وساتی.
جنګ د ډالرو او د کلدارو دی.
هغه د یوه شاعر خبره چه،
څوک په کی خانان شول…………..د چالاړی ارتینی په کی