وکیلان: حکومت د ولسي جرګې جنجال هواري ته نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت او تر ولسي جرګې د باندې یو شمېر کړۍ د جرګې دننه راپورته شوې شخړې ته لمن وهي او نه پرېږدي یاد جنجال پای ته ورسېږي.

د ولسي جرګې غړی «عبدالله محمديِ» وايي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې دننه په راپورته شوي جنجال یوه میاشت اوړي،د جرګې د باندې ځينې لاسونه نه غواړي یاد جنجال پای ته ورسېږي».

محمدي زیاتوي « په داسې حال کې چې د هیواد د شمالي سیمو امنیت ورځ تر بلې د خرابۍ لورته روان دی، تقینیني فرمانونه د مېز په سر پراته دي او د منځني کال بودیجه راغلې، خو لا هم  حکومت نه غواړی موږ د ارام ساه واخلو.»

د محمدي په خبره، له دې امله چې وزارتونو خپله بودیجه  په سم ډول نه ده مصرف کړې او ډېرۍ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، حکومت هڅه کوي د  ولسي جرګې جنجال ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې یو بل غړی « عبدالظاهر سالنګي» هم په ورته اند دي، د سالنګي په خبره « د ولسي جرګې په شخړه کې  د بهرنیو کړیو د لاسوهنې او هغو وکیلانو په تړاو چې غواړي دې ستونزې ته لمن ووهي، بشپړ اسناد لرو او که چېرې یاد جنجال ژر تر ژره پای ته ونه رسول شي، موږ به یاد اسناد د رسنیو په واک کې ورکړو».

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د ریاست په سر راپورته شوی جنجال له یوې میاشتې اوړي، د ولسي جرګې دننه وکیلان لا هم ندي توانېدلي یاد جنجال ته حل لاره ومومي.

څو ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ له سترې محکمې وغوښتل څو د جرګې د ریاست په سر د راپورته شوي جنحال په هواري کې مرسته وکړي خو په غبرګون کې یې وکیلانو ګواښ وکړ چې د  ولسي جرګې په چارو کې به د سترې محکمې لاسوهنې ته اجازه ورنکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

وګورۍ هغه ملکوچه انګریزانوترډیره وخته دمستعمروپه قسم ساتلی دی په هغوکی داسی نفاقونه اوزهنی غلط رواجونه رواج کړی دی چه ترننه هغه ملکونه دهغوڅخه رنځ وړی دمثال په ډول قومی تعصب :نیشل پارټیانی دپښتنواوبلوڅو،پښتون خوا مهاجر قومی مئمنټ آیانورقومونه دژوند اوانسانی حقوق نلری قانون دیوملک بایدد ټولودحقوقوتضمین وکی نه دیو قوم یاجمعیت وګورۍ په مترقی ملکوکی لکه جرمنی ،جاپان ،هالنډ اوداسی نوروکی داسی پارټیانی وجود لری آیاپه اسلام یابل دین کی داقسم پارټیانی جوړول جایزدی ،په اسلام کی الله فرمایی:دیوقوم دښمنی دی تاسودعدله لیری نکی عدل کوۍ دخپلوخواهشاتوپیروی مه کوی،کڅه هم ستاسودموراوپلاراویاخپلوانوپه نقصوی،موږمسلمانان حطمی بایددالله پرکلام تکیه وکو،وګورۍ غفارخان اوصمد… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دکرزی اواشرفغنی حکومتونه هیڅکله په افغانستان کی صلح اوافغانی صحیح حکومت نه غواړی ولی چه دوی دخپلوجنایتواوغلاوومحافظه کاران تنهاامریکایان بولی په صحیح اوافغانی حکومت کی دوی محاکمه کیږی اوغلاسوی پیسی اوجایدادو نه ځنی ضبطیږی اوله دوی څخه په تیرووختوکی ددی حاصل غوښتل کیږی که تاسو دکرزی دعینومینی جایدادوپوښتۍ درمعلوم به سی چه داده دکمه کړۍ زماپیاددکرزی دحکومت په دوره کی عبدالله پوپل ښاروال وو چه دۍ خپله لوی غل اوجنایت کاروودعینودمین مځکه چه میټریی په زروووپر احمدولی دکرزی پروروریی په ۵ -افغانۍ خرڅه کړه.(مشت نمونه یی خرواراست) دایومثال وو،نوله دی جنایت کارانوسره خبرکول قصداً دمجلس خرابول دی بهتره ده چه… نور لوستل »