نړیوال جام: افغان لوبډلې یوه بله «زړه ماتوونکې» ماتې وخوړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغان لوبډلې یو وار بیا د توقع خلاف لوبه ترسره کړه چې په پای کې یې یوه بله زړه ماتوونکې ماتې هم وخوړه.

د افغانستان او سویلي افریقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام ۲۱مه سیالۍ په داسې حال کې ترسره شوه چې هیڅ یوې لوبډلې تر دې دمه بریا نه وه خپله کړې، خو سویلي افریقا افغان لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو په نړیوال جام کې لومړۍ بریا ثبت کړه.

افغان لوبډلې د تېر په څېر یو وار بیا داسې توپوهنه وکړه چې مینوال یې زړه ماتي کړل، دوی په ۳۴.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا راشد خان ۳۵، نور علي ځدران ۳۲ او حضرت ځاځي ۲۲ منډې جوړې کړې، خو په منځني لوبغاړو کې داسې توپوهونکي ونه موندل شو چې له لسو زیاتې منډې جوړې کړي. رحمت شاه ۶، شهیدي ۸، اصغر افغان صفر او محمد نبي یوه منډه جوړه کړه.

د سویلي افریقا لخوا عمران طاهر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د افغان لوبډلې توپوهنه یې په بل اړخ بدله کړه، نوموړي ۴ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو، همدا ډول په توپوهنه کې کوینټن ډیکاک ۶۸ او هاشم املا ناسوځېدلې ۴۱ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب له لوبې وروسته د خبرو پرمهال وویل چې زمونږ د ماتې لامل د تېرو غلطیانو تکرارول وو، نوموړي منځني لوبغاړي په نښه کړل چې تر دې دمه یې هیڅ مسوولیت نه دی ادا کړی.

نائب زیاته کړه چې د مشرتوب په لحاظ یې لوبډله کې اصغر افغان ته ځای ورکړی و، نوموړي یادونه وکړه چې په راتلونکو سیالیو کې به نجیب ځدران ته ځای ورکوي.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې له استرالیا، سریلانکا او نیوزیلنډ څخه ماتې منلې ده، راتلونکې لوبه به یې د انګلستان پر وړاندې وي چې د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه به د مانچسټر په اولډ ټرافورډ ښار کې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د