ايران او قطر: د سيمې شخړې باید د خبرو له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):ایران او قطر وايي، چې سيمه کې ټولې کشالې او شخړې بايد د خپلمنځني خبرو له لارې حل و فصل شي.

 د ایران ولسمشر حسن روحاني او د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد د شانګهای سازمان له غونډې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې د لیدو پر مهال ويلي، چې سيمه کې  د ثبات او امنيت لپاره بايد ټولې ستونزې او کشالې د خبرو له لارې حل شي.

د قطر رسمي خبري اژانس «قنا» ليکلي، چې د قطر امیر شيخ تميم بن حمد د ایران ولسمشر حسن روحاني ته ويلي، چې د سيمه‌ييزو شخړو په اړه د دوحې دريځ روښانه دی او د ګاونډيو ترمنځ ټولې ستونزې بايد د مذاکراتو له لارې حل شي.

د سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر له لوري د قطر محاصره کولو په اړه شيخ تميم له ایرانه مننه کړې، چې په سخت وخت کې ورسره درېدلی او زياته کړې يې ده، چې  تهران او دوحه دوه وروڼه دولتونه دي، چې سيمه کې به د امنيت او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

د ایران ولسمشر هم ويلي، چې سيمه کې د ترينګلتيا او نا مساعدو حالاتو سربېره د  ایران او قطر اړيکې په ورورۍ ولاړې دي او ټينګار یې، چې د سيمې نور هېوادونه هم بايد خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د