نړۍ

شمالي  وزيرستان: دته خېلو کې د کرفيو له امله خلک له کړاوونو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د شمالي وزيرستان دته‌ خېلو سيمه کې خلک وايي، چې پوځ له تېرو لسو ورځو راهيسې خړ کمر او شاوخوا سيمو کې د خلکو پر ګرځېدو بنديزونه لګولي، چې له امله يې د سيمې خلک له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې پوځ پرې د ګرځېدو بنديز لګولی، هېڅوک له خپلو کورونو نه شي وتلی، حتی ناروغان هم روغتونو ته نه شي بيولی.

د پرله‌ پسې ګرځبنديز «کرفیو» له امله زرګونه خلک په خپلو کورونو کې محاصره دي او د خوراکي توکو د نه موندلو سربېره د څښاک اوبو ته هم لاس رسی نه لري.

ځينې راپورونه وايي، چې د کرفيو له امله په يوه کور کې درې ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د سیمې پر خلکو دا بنديزونه وروسته تر هغه ولګول، چې لس ورځې خړ کمر امنيتي پوستې ته څېرمه د ځايي خلکو او پوځيانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته پوځيانو پر خلکو ډزې کړې وې.

د پوځيانو په ډزو کې ديارلس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل وو.

اوس د سيمې خلکو حکومت ته خبرداری ورکړی، که پر ګرځېدو يې بنديزونه لرې نه کړل، نو د حکومت پر ضد پراخ اعتراضي لاريونونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر بختور منګل

ښی چاری.
پنجاب پښتون وژنی ته ملا تړلی ده.لر پښتون پنجاب پخپله وژنی،او بر پښتون وژل یی په قرارداد امریکا ،اوطالیبانو ته ورکړی.
لکه فرعون چه اسراییل قتل کول.فرعون په چاړو وژل.خو اوسنی فرعونیان څوک د لوږی څوک د تندی او څوک ډایرک په ګولی ولی.
الله ج د هر قاتل نیست نابود کړی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x