
غزنی: مرکز کې نامعلومو کسانو یوه ښوونځي ته اور اچولی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت په مرکز پورې اړوند«ارزو» نومي سیمه کې نامعلومو کسانو د «لیسه نو اباد» په نامه یوه ښوونځي ته اور ورته کړی.
د غزني ولایت د معارف رئیس « محب الرحمن انصار» تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل « یاد ښوونځی چې د غزني ولایت له مرکز څخه د اووه سوه مترو په فاصله باندې پروت دی نامعلومو کسانو ورته اور ورته کړی چې په پایله کې یې د ښوونځۍ ودانۍ دروند زیان لیدلی».
نوموړی زیاتوي « په یاد ښوونځي کې تر ۷۰۰ ډیرو نجونو او هلکانو ګډې زده کړې کولې چې دا مهال یې د لابراتوار، کتاب خونې او ادارې په ګډون ګڼې برخې سوځېدلې او د اکثریت ټولګیو شیشې یې ماتې شوې».
د غزني ولایت د معارف ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره؛ د ښوونځیو او تعلیمي مراکزو سوځول د انسانیت ضد عمل بللی او وعده یې کړې چې په دې تړاو به جدي څېړنې کوي.
یاده دې وي چې تر اوسه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل چي يو وخت به د اسلامي نړۍ په دغه ګوټ ګي د قرآن کريم آيتونه دغسي د اور شونه کيږي؟ که زموږ دغه کړني وي، نو موږ بيا څنګه د لوی څښتن جل جلاله د فضل او رحمت تمه درلودلای سو؟
ښه وخت. لومړی د هر څه نه مخته باید د انسان قدر وشی.ورپسی نور شیان.قران شریف د انسانانو لپاره نازل شوی دی. نو د قران ایتونه د انسان په مغزو کی ثبت وی.او بل انسان یی په دا سر په ګولی وولی مړ یی کړی. لکه مولوی صاحب ریحان چه د قران ایتونه حدیثونه یی په مغزو کی وه .ځانمرګی حمله په وکړه. د قران شریف ایتونه او حدیثونه یی د مولوی صاحب ریحان په مغزو کی په بارودو ونه سوځول؟ په بګرام امریکایی قران سیزل.او د مولوی صاحب ریحان مغزو کی قران ایتونه او حدیثونه په بم اولوزول څه… نور لوستل »