ارزګان: پولیس له قوماندانانو څخه د معاش په ځای «هیروئین» غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ارزګان ولایت یو شمېر امنیتي چارواکي وايي، په لیرې پرتو سیمو کې قوماندانان پولیسو ته د معاش په ځای هیروئین او ورته نور نشه یي توکي ورکوي.

د اررزګان ولایت والي « اسدالله سعیدي» چې د پولیسو د معاشونو د بانکي کولو په ګټو یې خبرې کولې وویل « تېر کال د معارف سلګونه کارکوونکو او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د بانک له لارې خپل معاشونه اخستي چې ورسره جوخت د خیالي ښوونکو په شمېر کې هم کمی راغلی».

سعیدي زیاته کړه، هڅه کوو چې د ټولو سرتېرو معاشونه د بانکي سیسټم له لارې ورکړو ځکه د ارزګان ولایت په ځیني ولسوالیو کې لا هم قوماندانان تر خپل لاس لاندې پولیسو ته د معاش په ځای هیروئین ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې له نشه یې موادو سره د دولتي سرتېرو د لېونۍ مینې اړوند راپورونه ورکول کېږي، تر دې وړاندې هم په ګڼو راپورونو کې ادعا شوې چې، پولیس په پوستو کې د خدمت په مهال چرس، هیروئین او نور نشه یي توکي کاروي چې، له امله یې وظیفوي غفلت رامنځته کېږي او د اړوندې سیمې امنیتي وضعیت ورسره د خرابۍ لور ته ځي.

څه موده وړاندې د غزني ولایت اړوند په «ملا نوح بابا» ښوونځي باندې د دولتي عسکرو د یوې پوستې له منځه هوان وار شول چې په ترڅ کې یې ګڼو زده کوونکو ژوند له لاسه ورکړ، په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یوه استازي هماغه مهال ادعا وکړه چې، د یادې پوستې مشر «شراب» او عسکر یې «چرس» استعمالوي او په ښوونځي باندې کړی برید یې هم د نشې په حالت کې کړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

په خلکو کي د هېروېينو اعتياد او ترويج د اشغالګرو يوه خطرناکه توطئه او پروژه ده. زموږ دښمنانو زموږ شاوخوا څلور مليونه تنه هيوادوال په دغه ډول فلج کړي دي. په مليونونو ځوانان يې د فيسبوک په اعتياد او مصروفېدو له کارونو ايستلي دي، زيات شمېر يې په جنګ جګړو مصروف کړي دی. زموږ د وروڼو ولسونو ډېر خلک يې د خپلو ټيټو ګوډاګيانو پرلاس د بې اتفاقۍ په ناروغي اخته کړي او سره بېل کړي دي. ځيني يې په فساد، فحشا، ظلمونو، رشوتونو، غلاوو او نورو بدو کارونو اخته کړي او چټل کړي دي، چي د دې ټولو مفاسدو… نور لوستل »