
برېښنا شرکت د یک تلویزون برېښنا غوڅه کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د برېښنا شرکت د برېښنا د شرکت د بیلونو د نه ادا کولو له امله د «۱ تلویزون» برېښنا غوڅه کړې.
د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد خبر پخلی شوی او تر څنګ یې یادونه شوې چې، د یاد اقدام هدف دا دی چې دا ځل د برېښنا شرکت د بیلونو د راټولولو په برخه کې د هیڅ بنسټ او د هیڅ کس د مؤقف پروا نه لري.
بل لور ته د یک تلویزون له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د تلویزون اداره تاسف کوی چې له خبر ورکولو پرته خپل نوم د برېښنا شرکت د پوروړو په لست کې ویني، موږ تر دې وړاندې له برېښنا شرکت غوښتي وو څو زموږ د ساحې فني څېړنه وکړي او له دې سره، سره چې د برېښنا اداره په جریان کې ده، بیا هم پرته له خبرداري زموږ برېښنا غوڅه شوې».
یاده دې وي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان برېښنا شرکت په ټولو ولایتونو کې د برېښنا شرکت په پوروړو پسې پلټنه کوي او برېښنا یې غوڅوي، همدا تېره ورځ په کابل کې د کندهار د خلګو د پخواني استازي «حمیدزي لالي» د کور برېښنا هم د شرکت د پور د نه ادا کولو له امله غوڅه شوې.
دا دوزماران خو کله چه په تلویزیونو کی را ظاهره شی په دوزو باندی اسمانونه ولی او په حقیقت دومره بی غیرته دی چه د خپل کور د برق بیل هم نه شی ورکولای لعنت دی په داسی بیغیرته او بی همته خلکو شی