د نړیوال جام تر ټولو ستر ټکر؛ هند د پاکستان پر وړاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې نن د یکشنبې په ورځ تر ټولو ستر ټکر دی چې هند د خپلې سرسختې سیال لوبډلې پاکستان پر وړاندې مخ کیږي.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ نن د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې په ۲:۰۰ بجې پېل کیږي، چې پاکستان پچه وګټله خو هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

تر دې دمه دواړه لوبډلې په نړیوال جام کې شپږ واره مخ شوي چې هند لوبډلې ټولې سیالۍ ګټلي خو له نړیوال جام پرته پاکستان لوبډله وړاندې والی لري.

له دې وړاندې هند او پاکستان د چمپینز ټرافۍ په پایلوبه کې مخ شوې چې پاکستان هند ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه، هند لوبډله به د هغې ماتې له کبله له فشار سره مخ وي.

خو په نړیوال جام کې پاکستان لوبډلې له لومړی له ویسټ انډیز څخه او وړمه ورځ له استرالیا څخه په ماتې خوړلو له سخت فشار سره مخ شوې ده.

د هند او پاکستان لوبډلو سیاسي ستونزو پر کرېکټ هم ستر اغیز اچولی چې له اوږدې مودې راهیسې هیڅ لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیریز نه دی ترسره کړی او یوازې د کرېکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې مخ کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د