سعودي: که ایران زموږ پر اهدافو برید وکړ، سخت ځواب به ورکړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): سعودي د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو تاييد کړیو چې د عمان خليج هرمز تنګي کې د تېلو پر دوو لېږدو بريد کې د ایران لاس دی.

د سعودي عربستان  وليعهد محمد بن سلمان له امريکا او نړیوالو قوتونو غوښتي،  چې د تېلو د خوندي لېږد په موخه دې بيړني ګامونه پورته کړي.

د تېرې پنجشنبې  په ورځ د هرمز تنګي کې د جاپان او ناروې پر دوو تېلو لېږدوونکو بيړيو بریدونه شوي وو، همدارنګه تېره مې مياشت کې د متحده عربي اماراتو په سمندري حدودو  کې هم پر دوو سعودي  بيړيو هم بریدونه شوي وو.

امریکا او سعودي پر دغو بيړيو د بریدونو پړه پر ایران اچولې، خو  ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د سعودي ولعيهد محمد بن سلمان له لندنه خپرېدونکې «الشرق الاوسط» ورځپاڼې سره په مرکه پر دغو بيړيو د بريدونو پړه پر ایران اچولې او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې جګړه نه غواړي، خو که پر ګټو او اهدافو يې بریدونه وشي، په ځواب ویلو کې به درنګ ونه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او دفاع وزارت وايي، چې تېره مې مياشت او وړمه ورځ هرمز تنګي کې پر تېلو لېږدوونکو بيړيو برید کې د ایران د سپاه پاسدارن ځواک لاس دی.

خو ایران د امریکا او سعودي  دغه ټول تورونه بې  بنسټه بللي، هغه يې رد کړي او ګواښ يې کړی، که د ایران د تېلو صادراتو مخنيوی وشي او يا يې هم پر اهدافو برید وشي، سخت غبرګون به وښيي.

ایران وایي، چې امريکا يې پر تېلو بنديزونه ولګوي، نو هرمز تنګی به بند کړي.

هرمز تنګی د عمان خليج کې هغه سمندري سيمه ده، چې د نړۍ د تېلو سوداګرۍ نږدې شل سلنه له دې لارې تېريږي او هره ورځ په اوسط ډول، ۱۷ ميليارده او ۲۰۰ ميليونه بېرله کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پورته لیکنی وروستی کرښه ناسمه ښکاری.
سمه شمیره ئی داده:
هره ورځ په اوسط ډول ۱۷ میلونه او ۲ سوه زره بیلره کیږی.

abdul Wahid
میلمه
abdul Wahid

وروره! هیله ده چې روغ یاست! څومره چې مې سبقو نو کې زده کړي دي، بیرل یوه انګریزي کلمه (barrel) ده او په کلیواله پښتو کې بیا موږ چې کله بېلر وایو ۲۰۰ لېتره کېږي اما بېرل بیا له دې اندازې څخه څه نا څه کم دی او تقریبا ۱۵۹ لېتره کېږي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګران ورورAbdul Wahid د غرب د اکاډمیکو څانګو په حواله، عربی ژبه د بشر د ټول تاریخ په ځانګو کی یوه بشپړه او پراخه او ژوره او سوچه او علمی ژبه ده چی د نړۍ بله هیڅ به ورسره سیالی نه سی کولای. واحد= یو وحید= یوازی پورته دواړی معناوی ظاهراً سره ورته دی خو په مفهوم کی ډير توپیر سره لری. د پورته عرض څخه می مطلب دادی چی موږ هم د عبدالواحد نوم لرو او هم د عبدالوحید نوم. په لاتین ژبه دواړو ته یوه بڼه ورکوو چی دا به د نوم د تشخیص په هکله ستونزه ولری… نور لوستل »