په يوه کال کې شاوخوا پنځه ميليارده ډالر ایران ته قاچاق شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پر  ایران د امریکا اقتصادي پر مهال له افغانستانه ايران ته د امریکايي ډالرو د قاچاق پېښې زياتې شوي دي.

د افغانستان بانک سرچينو رسنيو ته تاييدکړې، چې تېر کال په ناقانونه توګه څه کم پنځه ميليارده ډالر ایران ته قاچاق شوي او که د دې کارونو مخه ونه نيول شي، د ډالرو د قاچاق دا لړۍ به نوره هم تونده شي او د افغانستان اقتصاد ته به سخت زيان ورسيږي.

د مالي استخباراتو ادارې وايي، دا ډول قاچاق تر ډېره له لويديځو ولايتونو کيږي او د دغو ولايتونو بانکونو ته يې زيانونه اړولي دي.

د افغانستان لويديځو ولايتونو کې د بانکونو مسوولینو اندېښنه ښکاره کړې، که ایران ته د ډالرو د قاچاق مخه ونه نيول شي، له سختو مالي او اقتصادي زيانونو سره به مخ شي، په داسې حال، چې د افغانستان او ایران پر ګډه پوله د ډالرو د قاچاق د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی اخيستل شوی.

د هرات ولايت صرافان وايي، چې  ډالر د نورو قاچاقي او نشه يي توکو په څېر په غلا او غير رسمي لارو نه قاچاق کيږي، بلکې په رسمي پولو ایران ته لېږدول  کيږي؛ ځکه چې هر څوک تر لس زرو ډالرو د وړو اجازه لري او سوداګر بيا کولی شي، چې تر شلو زرو ډالر له ځان سره يوسي، خو ډېری خلک د توکو اخيستو په موخه ایران ته له ځان سره ډالر نه وړي، بلکې قاچاقوي يې.

د ډالرو د قاچاق په دې کاروبار کې تر ډېره صرافان او حکومتي چارواکي لاس لري، چې مخه نيول يې ستونزمن دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د