پکتیا: زرمت کې ډرون برید شپږ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه خبر وایي چې همدا نن د دې ولسوالۍ د مقرب خیلو په کلي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو د سپارلۍ موټر په نښه کړی او شپږ تنه سپاره کسان یې وژلي دي.

خبر زیاتوي چې دغه برید نن غرمه لس بجې شوی، چې وژل شوي یې څلور تنه نارینه او دوه ښځې دي.په پکتیا ولایت کې دغه پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په تیرو څو ورځو کې د غزني په شلګر او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالیو کې امریکایي ډرون الوتکو پرلپسې د ولسي وګړو موټران او موټر سایکلان په نښه کړي او ګڼ شمیر عامه خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د ډرون الوتکو لخوا په ولسي وګړو مسلسلو بریدونو د دې سیمې په خلکو کې ویره خپره کړې، ځکه د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ اقدامات نه کیږي او نه هم دولتي چارواکي د زیانمن شویو ولسي وګړو غږ اوري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د