کابل کې د ایران سفير: تهران غواړي، طالبان په نظام کې ګډون ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):کابل کې د ایران سفير محمد رضا بهرامي وايي، چې تهران د افغانستان په نظام کې د طالبانو د ګډون پلوي کوي، خو دا هېڅکله نه غواړي، چې ټول واک دې طالبانو ته ورکړل شي.

ښاغلي بهرامي له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان بايد د افغانستان اوسني نظام برخه شي، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه بايد افغان ولس وکړي.

دغه ایراني ډيپلوماټ د افغانستان سولې پروسې راتلونکی تت بللی او زياته کړې يې ده، چې د دې تت انځور پړه به د ایران او نورو پر غاړه نه وي، بلکې د هغه چا پر غاړه به وي، چې د سولې روان بهير مديريت يې پر غاړه دی.

د ایران سفير دا څرګندونې  په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد وړمه کابل کې له رسنيو سره په خبرو کې ګواښ کړی و، که ایران د افغانستان سولې په اړه د امریکا پر وړاندې خنډ رامنځته، د امريکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په عين حال کې طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او رسمي اعلاميو کې ويلي،  چې د واک انحصار نه غواړي، خو په عين حال کې دا هم وايي، چې  د امریکا په لاس جوړ شوي نظام سره نه مذاکرات کوي او نه به هم د دې نظام برخه شي.

د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان د اسلامي نظام غوښتونکي دي او د بريا په صورت کې به ځينې څوکۍ نورو سياسي ګوندونو ته هم ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

شماکیهاهستیداقای بهرامي که میګویید مامیخواهیم ایاشمامن حیث یک دیپلومات این حق رابه خودمیدهیدکه بکویید دریک کشوربیګانه مامیخواهیم که فلاني بایدفلانی کارکند
شمابایدمیګفتي که آرزوی مااین هست ایاشمامالک کشورماهستید؟ حواس تان باشداینجاافغانستان است وما امریکا روس انګلیس مغل وشمارا هیچ وخت اجازه نداده ایم که درباره ماتصمیم بګیرید
پيش بروید تاریخ رانګاه کنید
هرچي درحافظه تاریخ ثبت است

فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د ايران سفير بهرامي پر کږه لاره روان دی. اول : داچي ده لره. دا اجازه او صلاحيت چا ورکړی دی ، چي دافغانانو په داخلي چارو کي اظهار نظروکړي. دده خبري د يوه مستقيل هيواد په چارو کي نيغه مداخله ده ، او دا توصيه دي بشار اسد ته وکړي . نه افغانانو ته، او يا دي په تهران او نورو ښارونو کي د اهل سنت وجماعت پيروانو ته د الله د کور ( مسجد ) د پرانستلو اجازه ورکړي . دوهم : که چيري دی (بهرامي ) ځانته اسلامي نظام خوښوي ، افغانان… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ايرانيه ! دا بی همته او بيغيرته تاسی يوازی نه ياست ، نور نيژدی او ليری هم نغواړی چی د دی ملت اصلی وارثين او ساتونکی دی پوره قدرت په لاس کی ولری ، ټوله تاسو غوندی غواړی چی پخپلو غلامانو خپلی ګټی خوندی کړی . بی همته او بيرغته پدی ياست چی صبا به د خيره سره د همدی ملت ساتونکی او اصلی استازی پوره واک په لاس کی لری او تاسی به مړی مړی ورته ګوری . طالبان کرام به خود وايی چی مونږ د واک انحصار نه غواړو خو دا پدی معنی نه چی ، خاين ،… نور لوستل »