سوریا: د نن په لاریونو کي ۱۵ کسه ووژل شوه

syria_protesters_23aprilنن ټکی آسیا: په سوریا کي نن یو وار بیا پراخي لاریونونه وسوله، او د حکومت له خوا پر لاریون کوونکو یو وار بیا مخامخ ډزی وسولې چې له کبله یي لږ تر لږه ۱۵ کسه ووژل شوه.

د تفصیلاتو سره سم پرون په مصر کي د جمعي ورځ په پراخو لاریونو سره ولمانځل سول، او پر جمعه باندي د جمعة العظیمة نوم کښيښول سو.

د تیري ورځي په لاریون کي چي په لسګونو زرو په کښي شرکت کړی وو، د ځینو خبرونو پر اساس ویل شوي وه چي تر ۸۴ زیات کسان په کښي وژل شوي وه، او نن د هغو په جنازو کي شرکت کوونکو یو وار بیا په لاریون لاس پوري کړ.

ویل کيږي چي نن په لاریون کي ۵ کسه په (درعا)، پنځه په (دوما) او پنځه یا زیات په (ازرع) سیمو کي ووژل شوه.. او همداسي د سوریې حکومت اعلان کړی چي ددوی د فوځ ۲ کسه د وسله وال برید په صورت کي مړه او پنځه نور ټپیان شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د