په کورنيو کې د روزنې فقر

ژباړه: عبدالمالک روحاني

کورنۍ د ټولنې د بنسټ ډبره ګڼل کېږي. د ژوند لومړنۍ تخم په کور او کورنۍ کښې پاشل او کرل کېږي.
اصلاً د ټولنې اصلاح د کورنۍ په اصلاح او د ټولنې فساد د کورنۍ په فساد پورې تړلې ده.

موږ چې په هر پیمانه با دینداره او د اسلامي تربیې لرونکي کورنۍ ولرو، هماغه اندازه به با دیانته او روغه ټولنه ولرو.

مګر یو تباه کوونکي فقر زموږ پر کورنیو خپل تور وزر غوړولی او لمن یې داغمنه کړې. دا فقر د مادي اړخ څخه نه، بلکي هغه هم بد تربیتي فقر دی. په پیل کي دا فقر د مور او پلار چي دوئ د کورنيو د مسؤلینو څخه ګڼل کېږي؛ د غفلت او بې پروایۍ څخه سرچینه اخلي.

د دې پوښتني په ځواب کې، چي ولي مور او پلار د خپلو اولادونو پر وړاندي بې پروا او دوئ یې خپل سري پرې ايښې دي؟ کولای سو چي ووایو: چي ځیني والدين خپله د دین پایبنده نه وي؛ مثلاً مور او پلار یې مخدره توکي کاروي، زړه او سترګي یې پاکي نه وي، لمونځ په جمعه نه کوي، روژې نه نیسي او د دین نور احکام هم نه عملي کوي، چي د حلال او حرام ور باندي توپیر نه کېږي او یا یې مور بې حجابه، بد اخلاقه او ناوړه کړني تر سره کوي. محرم او نامحرم یې پر وړاندي هیڅ توپیر نه کوي.

یا دا چي مور او پلار د خپلو اولادونو پر وړاندي د تلویزیون پر پرده فاحش سریالونه ګوري او د یوه فاحش چینل څخه بل چینل ته اوړي او د خپلو اولادونو په مخ کي یې اړوي را اړوي. په همدې سبب اولادونه د خپلو والدینو ناوړه کړني او عملونه زده کوي او د هغو په څېر یې عملي کوي. دا چي خپله والدين یې کوي، نو د اولادونو په اړه هم بې پروا او بې توجه وي.

مګر ځیني والدين بيا خپله دین دوسته، د لمانځه او جماعت خیال ساتي او د دین د نورو احکامو پر وړاندي پایبنده وي، مګر د خپلو اولادونو فکر ور سره نه وي او هغوۍ د دین لوري ته نه بلي. په حقیقت کې د خپلو اولادونو د دنیا په جوړولو کې یې زیات فکر وي او هغه ته توجه کوي. په دنیایی چارو کې یوه وړه تېروتنه ورته د زغملو نه وي او وخت پر وخت لارښووني ورته کوي، مګر که چيري یې په دیني چارو کې غفلت کوی او یا یې نه تر سره کول، ان تندی یې لا نه ګونځې کېږي.

په کورنیو کښې دا ډول فقر د دې سبب سوی، چي اولادونه شریر او د اجتماعي ادابو څخه ناخبره پاتي سوي. همدا وجه ده، چي په ټولنه کي د مخدره موادو روږدي زیات سوي، مخدره توکو ته لاس رسی اسانه او هوسا دی، په هره کوڅه کي خرڅېږي، زنا عامه ګرځېدلې او د بې ګناه خلکو ترور او وژل خو مه شماره.
ښځي سینګار، په تنګو او نازکو جامو او په رنګینو چادریو کي په پارکو او بازارو کي ګرځي او شمار یې تر نارینوو زیات دی.

نو د دې هر څه له اورېدو وروسته پوهېږو، چي په کورنیو کي له مادي فقر څخه تربیتي فقر ډېر خطرناکه او تباه کوونکی دی.

که چیري دې هر څه ته په دقت سره توجه وکړو، نو پوهېږو چي دا هر څه د والدینو له غفلت څخه رامنځته کېږي.

ځکه دوئ د خپلو اولادونو لومړني روزونکي دي او خپل کور یې لومړنۍ ښوونځی دی.

که چیري د روزني لومړنۍ خښته کږه کښېښودل سي، نو د روزني دېوال کوږ پورته کېږي. بیا که د ټولني ټول روزونکي، علماء او دعوتګر هر څه کوښښ وکړي، دغه کوږ دېوال نه سي سیده کولای. نو ځکه د والدینو څخه غوښتنه کېږي، چي په پیل کي د دا تربیت ډبره چي د ټولنې ښه راتلوونکی ور سره تړلې دی، باید په غوره سره کښېږدي او پوره توجه ورته وکړي. داسي نه سي چي الله مکړه بیا يې ټول جوړ سوی تعمیر ونړېږي، چې د نړېدلې تعمیر بیا ودانول خورا ستونزمن کار دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د