څلور عادتونه چې د سرطان رامنځته کېدو لامل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا سرطان ټولنې یو شمېر پوهانو ځینې عادتونه په نښه کړړي چې د سرطان رامنځته کېدو لامل کیږي، د بېلګې په ډول په سهار ناشته کې زیات ګرم څښاک کول.

هغه څلور عادتونه چې د سرطان لامل کیږي په لاندې ډول دي:

ډیر ګرم خوراک یا څښاک

په هغه کسانو کې د مرۍ سرطان رامنځته کېدو خطر زیات وي چې د ډير ګرم خوراک یا څښاک استعمال کوي، دوی د خولې وچېدو ناروغۍ سره هم مخ کیږي، ددې لپاره پوهان سپارښتنه کوي چې د کوم خوراک یا څښاک د تودوخي درجه له ۶۰ څخه زیاته وي باید ونه خوړل/څښل شي.

سهارنۍ کافي

د کافي دانو ازمیښت پرمهال له دې څخه ځینې سرطاني مواد جوړیږي چې د څښلو پرمهال په بدن کې راټولیږي، له همدې امله د ورځې له دوه پیالو څخه زیاته کافي څښل په هغو کسانو کې چې سګریټ هم نه څکوي د سږو سرطان ۴۱سلنه زیاتیږي، دغه څیړنه د امریکا سرطان ټولنې په ۱.۲ ملیونه کسانو له ازموینو وروسته کړې.

هره ورځ غوښه خوړل

هره ورځ سورخي غوښه خوړل یا هغه غوښه چې پراسیس شوي وي د سرطان له کبله د ژر مړینې ګواښ ۴۳سلنه زیاتوي، پوهان وايي چې په مصنوعي غوښه کې داسې زیانمن مواد موندل کیږي چې له کبله یې بېلا بېل څلور ډوله سرطان چې د هاضمې سیستم له منځه وړي رامنځته کوي.

د شپې ویخ پاتې کېدل

کم خوب او د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل په بدن کې د میلاتونین هورمون خوندیتوب کموي، (میلاتونین د انسان په بدن کې د ورځني ریتم مسوولیت پر غاړه لري)، کله چې ددې هرمون کچه کمه شي د پوهانو په وینا بدن کې بې نظمي رامنځته کیږي او یو شمېر زیانمن تومورونه راښکاره کوي، د پوهانو او د سرطان ناروغۍ متخصصینو په وینا ددغې هرمون کموالی انسان کې د سینو یا تیونو سرطان خطر زیاتوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د