راتلونکی افغان ولسمشر باید دغه ځانګړتیاوې ولري!

عبدالله وردک
انګلستان – جون – ۲۰۱۹

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

د یوه ملک، قدر، عزت، اهمیت، او پوهه، د هغو ملک د ولسمشر، د ټاکنې څخه معلومیږي. یا په بل عبارت، ښه ولسمشر، د ښو خلکو، او بد ولسمشر، د بدو خلکو، د رأیې پذریعه تعین کیږي. نو لدې کبله، ښه ولسمشر لرل، د یوه ملک دپاره، یو ستر نعمت دی.

نو لازمه ده، چې د افغانستان خلک، د راتلونکي ولسمشر، په ټاکلو کې له ډېر احتیاط، او غور څخه کار
واخلي، او خپلې امانتې رأیې، د اسلام په رڼا کې، په سمه توګه وکاروي.

د یادونې وړ ده، چې راتلونکی افغان ولسمشر باید دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري:

۱ – افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین سړی وي. دا پدې مانا، چې هغه پخپله، د اسلامی نظام سره، د زړه له کومي مینه ولري. د اسلامي نظام په راوستلو کې ډېر صادق وي، او د خپل وطن سره هم، د زړه له کومي مینه ولري. هېڅکله یې، د اسلام او خپل وطن سره خیانت نه وي کړئ، او نه یې وکړي. هغه څه چې په خوله وایي، هغه په عمل کې، هم پیاده کړي.

۲ – افغان ولسمشر، باید خپلو افغانانو ته، هېڅکله دروغ ونه وایي، او هم د دروغو وعدې ورنکړي. ځینې ولسمشران، د ټاکنو په وخت کې خپلو خلکو ته، حق او ناحق، وعدې ورکوي، او چې کله د کامیابۍ پړاو ته ورسیږي، نو بیا هغه ټولې کړې وعدې، تر پښو لاندې کړي.

۳ – افغان ولسمشر، باید په ټول ملک کې د امنیت راوستلو دپاره. رغنده هلې ځلې وکړي. که چېرې په یوه ملک کې امنیت نه وي، نو بیا په هغه ملک کې هېڅ شی، په سمه توګه، سر ته نشي رسېدلای.

۴ – افغان ولسمشر، باید د ارګ، او د خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي. دا پدې مانا، چې ولسمشر، باید هر وخت د خپلو خلکو له احواله څخه په ریښتیني ډول خبر وي، او عام خلک وکولای شي، چې د ضرورت په وخت کې خپلې ستونزې، تر هغه پورې په آسانۍ سره ور ورسوي.

۵ – افغان ولسمشر، باید ښه تکړه او پوه، نظامي، او ملکي کدرونه، په هر مسلک کې وروزي. ښه په اسلام او وطن مین کدرونه تربیه کړي، چې تر څو وکولای شي، چې هر وخت د ملک له ملي ګټو څخه په مېړانه دفاع وکړای شي.

۶ – افغان ولسمشر، باید ډېر پوه، او تجربه کاره سړی وي. تجربه لرل، ډېره ضرور ده، او یو ولسمشر، باید د منطقې، او نړۍ له سیاست سره ښه بلد وي، چې تر څو وکولای شي، د خپل ملک ګټې په ښه توګه خوندي وساتي.

۷ – افغان ولسمشر، باید هر وخت، ملي ګټې، تر شخصي ګټو، پورته وګڼي. په هر کار کې ملي ګټو ته برتري ورکړي. د ملي ګټو د ساتلو په هکله، ښه رغنده پالیسي ولري، او په هېڅ حالت کې، د ملي ګټو په سر، له چا سره معامله ونکړي.

۸ – افغان ولسمشر، باید عادل، او قاطع سړی وي. ډارن ولسمشر، هېڅکله هم، د خلکو درد نشي دوا کولای، او هېڅکله هم، قاطع تصمیم نشي نیولای.

۹ – افغان ولسمشر، باید ډېر باانصافه سړی وي. بې انصافي، د یوه ملک په وګړو کې، نا امیدي پیدا کوي، او کله چې ناامیدي، پیدا شوه، نو بیا، ډېر مشکلات ورڅخه پیدا کیږي.

۱۰ – افغان ولسمشر، باید کار، اهل د کار ته وسپاري. بې انصافي، او بې عدالتي، ډېرې عقدې پیدا کوي، او کله چې عقدې پیدا شوې، نو کار بیا خراب دی.

۱۱ – افغان ولسمشر، باید قانون، پخپل ځان، او په ټولو افغانانو یوشانته، تطبیق کړي. هېڅا ته اجازه ورنکړای شي، چې خپل ځان، د قانون څخه لوړ وګڼي. کله چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، له قانونه، سرغړونه وکړي، نو بیا د قانون تطبیق کول، په نورو کومه ګټه نه رسوي.

۱۲ – افغان ولسمشر، باید د قدرت ټولې یاغي جزیرې، ختمې کړي. یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړي، او هېڅوک هم د مرکزي حکومت له امرونو څخه سرغړونه ونکړي. هېڅوک هم باید، مرکزي حکومت ته ګوت څنډنه، ونکړای شي.

۱۳ – افغان ولسمشر، باید د ملک په هکله، هېڅ نوعه خیانت نه وي سرته رسولی. په هېڅ نوعه اشغال کې یې برخه نوي اخستې، او نه یې له اشغالګرو، سره مرسته کړې وي. د خپل وطن له بشپړې آزادۍ سره، د زړه له کومي مینه ولري.

۱۴ – افغان ولسمشر، باید ټول اداري فساد، له منځه یوسي. د رشوت په مقابل کې جدی اقدام وکړي. پوره اداري نظم قایم کړي، او د فساد ټولې سرچینې، وچې کړي.

۱۵ – افغان ولسمشر، باید د نړۍ په سیاسي ډګر کې ښه وځلیږي. ښې رغنده خبرې وکولای شي، او په نړیواله توګه، د خپل ملک څخه په ښه توګه نمایندګي وکولای شي.

۱۶ – افغان ولسمشر، باید ټولو افغاني پرګنو ته، د قدر په سترګه وګوري، او د خپل ملک د وګړو سره د مور او میرې چلند ونکړي، او د وطن ټولو پرګنو ته، خدمت وکړي. داسې نه وي، چې په ځینو ولایتونو کې، هر ډول آسانتیاوې موجودې وي، او په ځینو ولایتونو کې، بیا هېڅ کار نه وي شوی.

۱۷ – افغان ولسمشر، باید د ګاونډیانو، او د نړیوالې ټولنې سره، متقابل، ښه سلوک ولري. هغه باید د بل ملک په چارو کې لاسوهنه ونکړي، او نه نورو ملکونو ته اجازه ورکړي، چې هغوی د زمونږه د ملک په چارو کې لاسوهنه وکړي. د ملک له خاورې، په ډېره مېړانه، دفاع وکولای شي.

۱۸ – افغان ولسمشر، باید د ښځو حقونه، لکه چې په اسلام کې هغوی ته ورکړل شویدي، هغه باید ورکړي. هېره د نه وي، چې هغه حقونه چې، په اسلام کې ښځو ته ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ قانون کې ندي ورکړل شوي.

۱۹ – افغان ولسمشر، باید د مدرسې، او پوهنتون ترمنځ، فاصله له منځه، یوسي. دا پدې مانا، چې په مدرسو کې ساینسي مضمونونه، او په پوهنتونو کې، اسلامي مضامین علاوه شي. یا په بل عبارت، ښه تکړه، مسلمان ډاکتران، انجینران، قانون پوهان، او تکړه دیني عالمان وروزل شي.

۲۰ – افغان ولسمشر، باید، واک په سوله ایز ډول، بل منتخب، ولسمشر ته، وسپاري، او په یوه او بله بهانه، خپل واک ونه غځوي.

۲۱ – افغان ولسمشر، باید ډېر باناموسه، او د عالي شخصیت خاوند وي. دا پدې خاطر، چې افغان ولسمشر، ټولو افغانانو ته، باید د معنوي پلار حیثیت ولري. هغه باید هېڅ نوعه اخلاقي، نیمګړتیاوې ونلري.

۲۲ – افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین، مرستیالان ولري، او دا ځکه، چې خدای مکړه، د ولسمشر، د مړینې په وخت کې، به هغه اتومات، د ولسمشرۍ دنده، تر لاسه کوي. نو یو ښه افغان ولسمشر، باید ډېر ښه مرستیالان هم ولري.

۲۳ – افغان ولسمشر، باید د خپلو خلکو له منځه را پورته شوی وي. هغه د خپلو خلکو په شان، ژوند ولري. داسې نه، چې هغه شاهانه ژوند ولري، او د ملک خلک یې، په کوڅو کې، په غورځول شوې غذا کې، خپله غذا لټوي. همدارنګه، هغه د خپل ملک د وګړو په شان لباس واغوندي.

د پام وړ ټکي:

د افغانستان، راتلونکی ولسمشر، باید د خپلو شعارونو او وعدو، د عملي کولو، کلک نیت هم ولري. داسې نه، چې یوازې، د خلکو رأیو ته یې سترګې پټې کړې وي، او چې کله، خپل هدف ته ورسیږي، نو بیا خپلو ټولو اسلامي او ملي وعدو او ګټو ته شا کړي، او یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کي وي.

د یادولو وړ ده، چي افغانان، له خپل افغان ولسمشر څخه دا غوښتنه لري، چې د ملک منل شوي قانون ته به احترام لري، او هغه به، په خپل ځان، او نورو خلکو یو شانته عملي کوي، او داسي ونشي، چې پخپله ولسمشر، د هغه ملګري، او لوړ پوړي چارواکي، بیا تر ټولو د مخه، د قانون ماتونکي وي.

په اسلام او وطن مین افغانان، نور باید د بې تفاوتۍ له درانه خوبه، راپاڅي، او په ریښتیا سره، یو او بل ته، د ریښتینې ورورګلوۍ، لاسونه ورکړي، او دغه ورانونکي ناورین ته، د پای ټکی کیږدي.

دغه د ولسمشرۍ دپاره نوماندان، ټولې معلومې څېرې دي. ځینو یې، له ۱۸ کالو راپدېخواه، د افغانستان په سیاست کې رغنده برخه درلوده. د دوی کارونه، ټولو افغانانو ته، د لمر په شان معلوم دي، او افغانان، باید د دوی په خالي وعدو، بیا ونه غولیږي. هغه چا چې د دغه مظلوم ملت سره، پدغه تېرو کلونو کې ستره جفاء کړېده، او د دوی ورځنی عادت، وطن او خلکو ته جفاء کول ګرزېدلی وي، نو په هغوی به بیا اعتبار کول، پخپله د دغه ملک سره، ستره جفاء وي.

الله(ج) به افغانان، یو ځل بیا، په لوی امتحان کې واچوي، او وبه ګوري، چې آیا، دغه دفعه افغانان، د اسلام او وطن په غم کې دي، او یا که بیا دوی د پخواه په شان، د چوکیو او خپلو جیبونو په غم کې دي.

په اسلام او وطن مین افغانان، باید پدغه حساسه مرحله کې سره یو موټی شي، او دوی د هغه نوماند څخه، په کلکه ملاتړ وکړي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي.

راځئ، چې ټول افغانان، د قاطع کامیابۍ لپاره، خپلې ملاوې کلکې وتړو، او د الله(ج) په کومک سره، هغه نوماند، چې په اسلام او وطن مین وي، هغه، قاطع کامیابۍ ته ورسوو.

په پای کې غواړم، چې خپله ورځنۍ دعا مې یو ځل بیا تکرار کړم، او هغه دا، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته، سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، یو ځل بیا، د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو په اوسنیو مذاکراتو کې، هغه څه فیصله کړي، چې هغه د اسلام په ګټه، او د افغانانو، د دنیا او د آخرت خیر، پکې نغښتی وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

پدی ۲۳ ځانګړتياو کی خو يوه يی هم پدی بی شرفه غنی کی نشته .

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

الله دې په افغانستان کې شرعي نظام راولي زموژ دا ارمانونه په شرعی نظام سره پوره کیژي
الله دې شهیدانو ارمانونه هم پوره کړي

اجمل
میلمه
اجمل

ښی خبری خو په یوه صورت چی تیر شوی ټول مشران په افغانستان ناکامه، جاهله او غلامان وبولی ######### ټول له بهره نه ټپل شوی کسان وه له ترکی څخه نیولی تر غنی پوری.

اوس هم دواړه خواوې له بهر نه تمویلیږی. ته خبری یی چی د یوی ورځی د جنګ خرڅ څومره ده؟ دا خو څه له آسمانه نه راکوزیږی. الله د پر دی ملت رحم وکړی هم یی امریکایان وژنی او هم یی طالبان.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

اسلام په اسلامی ملکوکی هغه وخت مخ پرتنزیل روان سوچه آمران اوحاکمان یی دقرآنکریم له احکاماتوناخبره اوبیعلمه وواودشخصی اونفسی خواهشاتوطابع وو دالله اوآخرت بیره یی په زړه کی نه وه،وګورۍ حضرت عمر(رض)فرمایی که دجلی درودپرغاړه سپۍ دتندی اولوږی مړسی الله یی زماڅخه بازخواست کوی دالله دبیری شپه اوروځ دملت احوال پوښتی،کمونسټ اوسیکولرستان چه پرالله یقین نلری دملت دلوږی اودرپدرۍ څه فروالری په دیموکراسی کی ټول دنیاداراوخودپرسته انخاب ته دریږی له دنیادارواوخوپرسته څخه دالله پرحکم عمل کول ځان خطایستل دی،که داسلامی حکومت غوښتونکی یاست دیموکراسی اودنیاپرستان باید موقع دحکومت پیدانکی له قرآنه خبرعالم بایددملک آمروټاکل سی چه له الله بیریږی،په احترام… نور لوستل »