د قدرت وږي

اسدالله رزين

د قدرت وږي به ماړه سي کنه
وینو ته تږي به اوبه سي کنه

اوس خویی د ورور په وینو او غوښو خیټې ډکي کړي
پری به قانع دموکراتیک سړي خواره سي کنه

په څو مرګو یی مړه کړو نور مو وژني
دښتو په کلو کې په کور مو وژني

کوم یو مرګ پاته او نوبت د کوم ده
په ټک مرګ ستړي سوو په اور مو وژني

موږه کاته ورته لمبې ګرزیدي
د لمبو منځ کې الله وسومه نارې ګرزیدې

کرار کرار لمبې تر ستوني تاو سوې
تری شا او خوا غربي پیرې ګرزیدي

نارې کراري سوې او لمبې سړې سوې
په ځای یی پاته بیخې لیږ ایرې سوي

دا په شیلګر کې د یوه کلي یوه تازه پیښه وه
هر لور خپرې د ویر ماتم څپې سوي

پیره بدله سوه ګزمه پیل سوه
د کور حریم باندي حمله پیل سوه

نارو او سورو کې اوښکې و تښتیدې
د جنایت بله شیبه پیل سوه

لوړه څرخکو وه فضا نیولي
لاندي وحشت وه شا او خوا نیولې

دا چې به نور څه پیښ سي نه پوهیږم
ما وه تهیه د مرګ پخوا نیولي

مرګ کې پرده ده له مرګو به خلاص سو
یو ځلې درد ده له دردو به خلاص سو

په هر یوه مرګ باندي به نه مړه کیږو
له سپکو ورکو بد کتو به خلاص سو

د ماشوم اوښکو ته کتلای نه سم
د مور آهونه اوریدلای نه سم

د پلار د لاس لکڼه ولیدله
(رزینه) نور صبر کولای نه سم

رزین

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د