ورور وژنه او خیانت

غلام عمر عبدالله

تاسو به دغه مشهوره مقوله اورېدلې وي، چي وایي؛ “خپل زمري مه وژنئ، کنه د دښمن سپي به مو وخوري.”

تاریخ لیکوونکي کاږي:
کله چي چنکیز خان بخارا ته ورسېد او بخارا یې تر حملې لاندي راغلل.

نو؛

چنګیز خان د بخارا پاته خلکو ته لیک ولېږی، ویل:

“چا که خپله وسله پر ځمکه کېښودل او تسلیم شول، د هغوی سر او مال په امن کي شو.

خو که چا له تسلیمۍ څخه انکار وکړ، بیا که هر څه ورسره وشوه نو له ځان پرته دي بل څوک نه ملامتوي.”

د چنګیز خان له پیغام وروسته د بخارا خلک پر دوو ډلو وویشل شوه.

لومړۍ ډلي له تسلیمۍ څخه انکار وکړ او ویل:

“موږ تر هغه وخته د چنګیز په وړاندي غزا کوو، تر څو چي مو توان وي، او یا هم چنګیز خان زموږ سره خبرو ته
تیارېږي.”

ځکه چي؛

زموږ په وړاندي دوې لاري دي؛

یا به د الله په مرسته بریالي شو.

یا به شهیدان شو.

چي په دې سره به مو دښمن نور هم غوسه کړی وي.

خو دوهمي ډلي له مقابلې څخه بې همتي وکړل، او ویې ویل:

موږ نه غواړو چي وینه مو وبهېږي.

موږ د چنګیز د مقابلې توان نه لرو.

ایا تاسو د تاتاریانوی شمېر نه وینئ؟!

ایا تاسو د چنګیز ژمني ته نه ګورئ؟!

چي له تاسو سره ژمنه کوي.

کله چي چنګیز خان د مسلمانانو له حال څخه خبر شو، نو هغي ډلي ته یې لیک ولېږی، کومي چي د تسلیمۍ لاره غوره کړې وه، په لیک کي یې ورته لیکلي وه؛

“تاسو د لومړې ډلي په خلاف زموږ سره ودرېږئ او له هغوی سره وجنکېږئ.

د هغوی له ماتي وروسته به د بخارا واکمني تاسو ته درکړو.”

دوهمه ډله د دښمن په غولوونکو ژمنو او خبرو دوکه شول.

د واک او نجات په جذبه یې، په ډېر شوق او ذوق سره پر خپلو مسلمانانو وروڼو مرګوني جګړه پیل کړل.

لومړۍ ډلي په پوره مېړاني او ثابت قدمۍ سره خپله دفاع وکړل، تر دې چي له خپل رب سره (د شهادت) کړې ژمنه یې پوره کړل.

خو؛

دوهمي سپکي (بې عزتي) ډلي خپل ځانونه وپلورل او ځانونه یې د چنګیز غلامان کړل.

په پای کي دوهمه ډله ظاهراً بریالۍ او نجات موندونکې شوه، خو له یو ستر مصیبت سره مخ شوه.

هغه داسي چي؛

چنګیزانو له دوی څخه وسله ټوله کړل، او امر یې ورته وکړ، چي د غوایو په شان یو او بل سره حلال کړئ.
او چنګیز دا مشهوره مقوله وویل:

“که دا خلک په خپل خوا کي رښتیني وای، نو زموږ پردیو په خاطر به یې له خپلو وروڼو سره خیانت نه کاوه.”

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د