مشرانو جرګې د خلیلزاد په خلاف د پاڅېدلو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وايي، که چېرې زلمی خلیلزاد د افغان سولې جزئیات له دوی سره شریک نه کړي، د مشرانو جرګه به یې په وړاندې ودرېږي.

د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» په نننۍ غونډه کې وویل « زلمی خلیلزاد د سولې د جزئیاتو د شریکولو په موخه د افرادو کورونو ته ورځي مګر د افغانستان د خلګو له استازو سره په دې برخه کې هيڅ ډول معلومات نه شریکوي».

نوموړی وړاندې زیاتوي « د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد رول ګونګ دی ،  هره ورځ لسګونه افغانان قرباني کوي خو هغوی لا هم نه پوهېږي چې له کوم برخلیک سره مخ کېدونکي دي».

د مسلمیار په خبره؛ دا منو چې زلمی خلیلزاد د امریکا مامور دی او له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي خو که چېرې نوموړی  خپلې رویې ته دوام ورکړي او د سولې هڅې پټې تېرې کړي موږ حق لرو په وړاندې یې ودرېږو.

د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال د افغان سولې په تړاو د معلوماتو د نشتون له امله کړېږي چې، د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي ډيپلوماټان له طالبانو سره توافق ته نږدې ښکاري او داسې انګېرل کېږي چې، په اووم دور مذاکراتو کې به د دواړو لورو تر منځ مهم موضوعات وروستي او پرېکړې ته ورسېږي.

د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې داسې مهال اووم پړاو ته رارسېدلي چې ګډ حکومت د خپلو ټولو هڅو سره، سره د یادو خبرو له منځه ایستل شوی او د حکومتي چارواکو له قوله لا هم د سولې د خبرو په تړاو او په دې اړه چې د ګډ حکومت په برخلیک څه رسېږي؛ خبر نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

They are still working on the details nothing has been decided yet, if Khalilzad tell everything to the government and senate before any agreement is made it will be leaked.

حکیمي
میلمه
حکیمي

وااااااااااااه واااااااااه مسلمیاره بچش ته کله دامریکاپه وړاندې درېدلای شې واوا وایي کارغه دطوطي غاړې کولې خپلې ترې هېرې شوې جالبه ډوزه دې ویشتلې ده ناځوانه مه کوه آخرمعاش خوریې یې نمک حرامي به دې سترګې ړندې کړي که نه وي زه اخطاردرکوم (داګـــــــــــــز دامیــــــــــــــــدان) تاکه دمطیع الله تراب صاحب له دې شعر نه وروسته چي مخامخ یې درته ووایه چي دخوب ګولۍ خورۍ په سوګندوایم خوب څنګه درځي دغلامۍ په سپین مړوندوایم خوب څنګه درځي دخوب ګولۍ هره شپه نه خوړې نواوس دخپل امریکایي ارباب په وړاندې نشې درېدای په زړۀ کې مې ډېرې خبرې دي ډېرې! خوادخبره خامخادرسره… نور لوستل »

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

د ولس استازی د خپل ولس وینی هډوکی او ناموس کفارو ته په ډالرو نه پلوری هلمندۍ خور به د چا هیره شی؟ د کفارو شپه او ورځ په افغان مظلوم ولس چاپی د ښځو او ماشومانو وژنی او قتلونه د ولس جعلی استازی چپ او د ډالرو په ناشو تماشو عیش اوعشرت کی ډوب دی. پریږدی چی کفار له پاکی خاوری افغانستانه اووزی؛ ګیلی مانی پریږدی تاسو صرف د ډالرو غم لیونی کړی چی ډالر به بیا څوک راکوی ولاکه د ولس په کیسه کی وی. حیټی مو له خاورو او زهرو ډکی شه چی افغان ولس درڅحه په… نور لوستل »