هند په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): هند کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې پاکستان لوبډلې ته یو وار بیا ماتې ورکړه او د پاکستان پر وړاندې یې په نړیوال جام کې د بریاو تسلسل جاري وساته.

د پاکستان او هند کرېکټ لوبډلو ترمنځ نن د انګلستان په مانچسټر اولډ ټرافورډ لوبغالي کې سیالۍ ترسره شوه چې هند په (۸۹) منډو ستر توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

په دې سره هند لوبډله وتوانېدله چې اووم وار هم په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړي، له دې وړاندې هند د پاکستان پر وړاندې شپږ واره مخ شوی و او شپږ واره یې ماتې ورکړې ده.

په یاده لوبه کې پچه سرفراز احمد وګټله او ویرات کوهلي ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د هند لخوا روهیټ شرما او کی ایل راهول په زړه پورې پېل وکړ، چې لومړۍ ویکټه یې په ۱۳۶ منډو وسوځېدله.

روهیټ شرما په زړه پورې سلیزه ووهله چې «۱۴۰» منډې یې جوړې کړې، دده سربېره کی ایل راهول او ویرات کوهلي هم نیمه سلیزې ووهلې، چې په مرسته یې پاکستان لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د «۳۳۷» منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې پاکستان لوبډلې د امام الحق له سوځېدو وروسته د بابر اعظم او فخر زمان په مرسته غوره پېل وکړ خو په پرلپسې ویکټې غورځېدلو سره له سخت فشار سره مخ شوه، پاکستان لوبډلې له ۱۱۷ څخه تر ۱۲۹ پورې یوازې په ۱۲ منډو ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

وروسته لوبه د ورښت له کبله وځنډیده او پاکستان ته په ۵ اورونو کې د ۱۳۶ منډو اړتیا پاتې شوه خو پاکستان یوازې ۴۷ منډې جوړې کړې او په ۴۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۲ منډې جوړېکړې.

اوسمهال پاکستان لوبډله په درې پواینټونو لرلو سره په جدول کې له افغانستان څخه وړاندې په نهم مقام ځای لري، که څه هم په پواینټونو له درې نورو لوبډلو سره یو ډول ده خو په خراب رن ریټ کې له افغانستان څخه وروسته ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د