افغانستان کې «۴۰» زره کسان یوازې د سینې پر سرطان اخته دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې اوسمهال له ۴۰زرو زیات کسان د سینې یا تیو پر سرطان اخته دي.

د یاد وزارت چارواکي وایي چې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۳زره میرمنې د سینې پر سرطان اخته وې چې له کبله یې ۱۷سوه میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چاپیریال ککړتیا، د پوهنې ټيټه کچه، روغتیایي خدماتو د لاسرسي نه شتون او د درملنې لپاره د غوره روغتون نشتوالی په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د زیاتوالي او له دې څخه مرګ رامنځته کېدل اصلي لاملونه دي.

د افغانستان د روغتیا چارو وزارت وایي چې پرون د یکشنبې په ورځ د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې لومړی پړاو پېل کړی دی.

د نړیوال روغتیایي سازمان د راپورونو له مخې په افغانستان کې هر کال د ۲۰زرو په شاوخوا کې وګړي د سرطان په بېلا بېلو ډولونو اخته کیږي چې له جملې یې ۳۵۰۰ پېښې د سینې سرطان دي.

د سینې سرطان نښې:

د سینو د څوکو کشوالی یا دننه والی

د سینو د څوکو په شاوخوا کې د پوستکي د رنګ بدلون

د سینو له څوکو څخه د وینه لرونکو افزازاتو راوتل

په سینو کې یا د تخرګ لاندې د یوې غوټې شتون

د سینو د پوستکي غونجېدل

تخرګ لاندې غیر عادي پړسوب

د لمفاوي غوټو ستروالی

د سینو په بڼه او اندازه کې غیر معمول بدلون.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د