جنرال فيض حميد د ای ايس ای نوی رئيس ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): جنرال فیض حميد د پاکستان د ای ايس ای استخباراتي شبکې نوی مشر ګورمال شوی دی.

 د پاکستان پوځ د عامه اړيکو «ای ايس پي ار» له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د داخلي استخباراتو او جاسوسۍ ضد ادارې مشر جنرال فیض حميد د ای ایس ای د نوي رئيس په توګه ګومارل شوی دی.

جنرال فیض حميد له تېرو څو کلونو راهيسې په سياسي  چارو کې په لاسوهنه تورن و او د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف پر هغه تور لګولی و، چې له پارلماني ټاکنو وړاندې يې د هغه د ګوند غړي اړ کړي وو، چې مسلم ليګ نون ګوند پرېږدي او د بل ګوند په ټاکنيزه نښه انتخاباتو ته ودريږي.

تر دې وړاندې ۲۰۱۷ کال کې هم د تحريک لبیک له لوري د حکومت پر ضد د احتجاجي ناستو پر مهال جنرال حميد هغه پوځي چارواکی و، چې د لاريون کوونکو او حکومت ترمنځ يې د هوکړې منځګړیتوب او ضمانت کړی و.

د پاکستان سترې محکمې د جنرال حميد دا کار په سياسي چارو کې مداخله بللې وه او سخت احتجاج يې پرې کړی و.

ای ایس ای د پاکستان هغه پوځي اداره ده، چې په پوځي او ملکي چارو کې فعاليتونه ترسره کوي، چې مشر يې د پوځ او لومړي وزير په مشوره ټاکل کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د