سرپل: یو پلار په شل زره افغانۍ د خپلو اولادونو پلورلو ته چمتو وو

نن ټکی اسیا (یدوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په سرپل ولایت کې یو پلار د اقتصادي ستونزو له امله په شل زره افغانۍ د خپلو دوو اولادونو د پلورلو پریکړه کړې وه چې د سیمې د خلګو له لوري یې مخنیوی وشو.

د اوا خبري اژانس د راپور له مخې، د محمدالله په نوم کس د خپلې لومړۍ مېرمنې تر طلاق وروسته غوښتل خپله ۶ کلنه لور او ۴ کلن زوی د روزګار د نشتون او اقتصادي ستونزو له امله وپلوري خو د اړوندې سیمې د  جومات د ملا امام او نورو قومي مشرانو له لوري یې مخنیوی وشو.

د سرپل ولایت د والي مرستیال «عبدالملک عظیمي» په خپله فسبوکپاڼه لیکلي چې، دې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یاده پریکړه کړې وه چې د ځایي چارواکو له لوري یې مخنیوی وشو او د غذايي توکو مرسته ورسره وشوه.

یاده دې وي چې، د ګډ حکومت تر پیل را وروسته د بې روزګارۍ کچه په بېسارې ډول لوړه شوې او له ګڼو ولایتونو وخت په وخت داسې راپورونه ورکول شوي چې څرګندوي، خلګ د بې کارۍ له امله د خپلو اولادونو پلور ته مجبوره شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د