افغانستان

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د مرکزي بانک رئیس «خلیل صدیق» د روغتیايي حالت د خرابوالي په پلمه له خپلې دندې استعفا وکړه.

د خامه پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سرچینو د خلیل صدیق د استعفا ورکولو او د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د نوموړي د منل کېدلو خبر تائید کړی.

خلیل صدیق خپله هم د خپلې استعفا خبر منلی او د روغتیایي حالت ناسموالی یې د دندې پرېښودلو لامل بللی.

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس داسې مهال له خپلې دندې استعفا ورکوي چې، د هیواد پولي واحد د ریکارډ تر کچې رالوېدلی او  ورځ تر بلې د ډالر په وړاندې خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

یاده دې وي چې، تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ رسما د خلیل صدیق د استعفاء په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx