غني لومړی مفکر دی(!)

محمدرحیم سکندر

د هند مودي نۀ دی مفکر چې شاوخوا زر میلیونه نفوس یې کنټرول کړی، پوتین نۀ دی مفکر چې روسیه یې لکه ګل تکه سره ساتلې ده، اردغان نۀدی مفکر چې د ترکیې تر څنګ نیمه مسلمانه نړۍ پې نازېږي، ټرمپ نۀدی مفکر په نیمه نړۍ راج چلوي، انګلا میرکل نۀ ده مفکره چې د جرمني سیل ته یې نړیوال په قاچاق ورځي، کېم جون اونګ نۀ دی مفکر چې شمالي کوریا ته یې سرۀ زر ارزښت ورکړی او په امریکا هم ریشخند وهي او د سعودي ولیعهد نۀدی مفکر چې عمران خان ډرایوري ورته کوي.

خو زمونږ اشرف غني مفکر دی چې ناامنۍ کې یې لومړی مقام وګاټۀ، فساد او فاحشۍ کې یې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

غني د اقتصاد مفکر دی چې ۱۴میلیونه ولس یې لۀ لوږې مري.

غني مپکر دی چې په سرتېرو یې باداران بمبار وکړي خو دی بې‌چاره سون نۀشي وهلی.

یو وخت مې ویلي وو: دا څنګه مفکر دی، تاسو یې د ای سي سي په څېر رېنګېنګ/ درجه‌بندۍ ته واچوئ چې څو زرمه درجه راوځي؟

پرون د مفکرینو نړیوال لېست خپره شوې وه، چې ریکوري په وچلوې هم د غني نوم نۀ په‌کې راوځي.

نن مې د لېونیانو په اړه یو پوسټ کړی و زیاتو کسانو په بېلابېلو ریشخندي نومونو غني راته ښودلي و چې یو خو دی هم دی.

لۀ دې معلومېږي چې یو خو خلک لۀ مسایلو سره نۀدي بلد او بل هسې ضد نېولي.

که بدیل یې غواړئ نو یو لېونی شی به یې بدیل وي او که د مفکرۍ دعوه یې لرئ هغه خو لېست کې هم بخت نۀلري او عمل کې خو یې خود ایورېج صفر  O دی.

نور یې چا لۀ ملاتړ نۀ یئ منع کړي خو واقعیتونه منل مو د مبارزې باور زیاتوي.

زۀ باوري یم چې د غني پلویان د لیکنې اړوند نۀشي غږېدلی، خو د یو او بل غرۀ سر به ولي او یا به کنځلې کوي.

منطقي بحث یې په خیر کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو حمزه
میلمه
ابو حمزه

مفکر نه بلکه مټکور دی
او یو بله کیسه به هم وکړم
یو وخت د یو ساده سړي د اديبانو سره یې ناسته او ولاړه وه نو ادیبانو به ویل چي زه په فلاني شي کي مُتَشَکِّک یم او په فلاني شي کي متفکر یم نو دې ساده سړي به دغه دوه لغتونه داسي ويل زه هم په فلاني شي کي متشکشک یم او فلانی شي کي متکافر یم

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

په افغانستان کی هغه چا ته مفکر ویل کیږی چی لوی وطن پلورونکی وی.
هر چا سره چی د وطن مینه وی نو بیا هعه ته لوی ترهگر ویل کیږی او ځای یی گوانتانامو او یا بگرام او یا پنجگور زندانونه وی.