غواړئ له ورزش پرته مو وزن کم کړئ؟ دغه خواړه پریږدئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د وزن زیاتوالی په اوسني وخت کې یوه ستره ستونزه ګرځېدلې، د خیټې په ساحه کې غوړ زیاتېدل یو غیر صحي امر دی چې ورسره ټول بدن ستونزمن کیږي، د وزن زیاتوالی د زړه او شکر ناروغۍ خطر زیاتوي.

پوهان وایي چې د خیټې او ملا په ساحه کې د غوړ له منځه وړل د انسان پر روغتیا ژور مثبت اغیز کوي، دوی وایي چې زیاتره خلک په دې لړ کې یوازې پر ورزش انحصار کوي خو ددې لپاره د خوراک سمون هم ډیر اړین دی.

له دغو خوړو څخه ډډه وکړئ:

مصنوعي غوښه

پوهان سپارښتنه کوي چې مصنوعي یا پراسیس شوې غوښه انسان کې د نورو ناروغیو رامنځته کولو سربېره غوړ هم په پراخه کچه زیاتوي چې ورسره انسان چاغیږي، د غوښې په بدل کې (اومیګا ۳) خواړه چې غوړ نه لري د وزن په کمولو کې مرسته کوي، په دې کې سورخي غوښه هم شامله ده چې د وزن زیاتوالي سربېره د سرطان لامل هم کیږي.

د الوګانو چپس

پوهان د الوګانو مصنوعي چپس او دېته ورته خوړو څخه د ډډې کولو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا په غیر صحي اندازه غوړ لري چې د بدن لپاره ګټور نه دي، او په دې کې د مالګې اندازه هم زیاته وي، ددې په بدل کې تازه میوه او یا هم مالګه نه لرونکې وچه میوه غوره خواړه دي.

ګازي څښاک

ګازي څښاک معده کې سوزش رامنځته کوي، یو شمېر څیړنو د ګازي څښاک استعمال او په ملا کې د غوړ زیاتوالي اړیکه یا ربط موندلی دی، ددې په بدل کې د لیمو اوبه، بادرنګ یا نعناع غوره خواړه دي.

الکول

د انګلستان د ملي روغتیا اداره وايي چې په اوونۍ کې نیم لیتر الکول څښل په کال کې (۴۴۲۰۰) کالوریز زیاتوي، دغه شمېره انسان کې په لوړه کچه غوړ زیاتوي.

کیک، بیسکټ او نور خواږه خوراکونه

دغه ډول خواړه له مالګې، غوړ او خوږو نه ډک وي، له همدې کبله پوهان دداسې خوړو څخه په سختۍ سره د ډډې کولو سپارښتنه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د