ویرات کوهلي د سچن ټنډولکر یو بل ریکارډ هم مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ لوبډلې نوموتی او مشهور لوبغاړی ویرات کوهلي د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ پرمهال وتوانېد د سچن ټنډولکر یو بل ریکارډ هم مات کړي.

ویرات کوهلي چې د هند کرېکټ لوبډلې مشر دی په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو چټکې (۱۱۰۰۰) منډې جوړې کړې، نوموړي دغه کارنامه په ۲۲۲ پاڼیو کې ترسره کړه، چې له دې وړاندې سچن ټنډولکر دغه ریکارډ په ۲۷۶ پاڼیو کې په خپل نوم درلود.

د یکشنبې په ورځ د جون په ۱۶مه نېټه د پاکستان پر وړاندې سیالۍ پرمهال ویرات کوهلي په زړه پورې نیمه سلیزه ووهله چې په مرسته یې دغه ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ، په دغه سیالۍ کې هند لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.

ددغه ریکارډ په سلسله کې له ټنډولکر څخه وروسته استرالیایي لوبغاړی ریکي پوانټینګ دی چې په ۲۸۶ پاڼیو کې یې ۱۱زره منډې بشپړې کړي، په څلورم نمبر بل هندی لوبغاړی سارو ګنګولي دی چې په ۲۸۸ پاڼیو کې یې دغومره منډې بشپړې کړي دي.

له دې وړاندې ویرات کوهلي په ۱۰زره منډو جوړولو کې هم پخواني ټول ریکارډونه مات کړي وو او چټکې ۱۰۰۰۰ منډې یې جوړې کړې وې.

۳۰ کلن ویرات کوهلي په دغه ریکارډ جوړولو سره دریم هندی او نهم نړیوال لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې له ۱۱زرو زیاتې منډې جوړوي، نوموړي له ۱۰زرو څخه تر ۱۱زره پورې منډو جوړولو کې یوازې ۱۷ سیالۍ ترسره کړي.

په نړیوالو سیالیو کې د زیاتې منډو جوړولو په لیست کې اوسمهال ویرات کوهلي یوازینی داسې لوبغاړی دی چې اوس هم سیالۍ ترسره کوي، نوموړی په نهم نمبر دی خو له ده وړاندې ټول هغه لوبغاړي چې ۱۱زره منډې یې جوړې کړي استعفا ورکړې ده، ویرات کوهلي کولای شي په راتلونکې نږدې کې یو شمېر نور ریکارډونه هم مات کړي.

په یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو منډو جوړولو په لیست کې لومړی سچن ټنډولکر دی چې (۱۸۴۲۶) منډې یې جوړې کړي، له ده وروسته د سریلانکا لوبغاړی کمار سنګاکارا دی چې (۱۴۲۳۴) منډې يې جوړې کړي، په دریم نمبر استرالیاوي ریکي پواینټګ د (۱۳۷۰۴) منډو سره، څلورم نمبر سریلانکایی سنت جیسوریا د (۱۳۴۳۰) منډو سره، پنځم نمبر سریلانکایی مهیلا جیوردنې د (۱۲۶۵۰) منډو سره او پاکستانی انضمام الحق د (۱۱۷۳۹) منډو سره په شپږم نمبر دی.

ویرات کوهلي چې اوسمهال د ټیسټ او یو ورځنیو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لري په یو ورځنیو لوبو کې ۴۱ سلیزې او ۵۱ نیمه سلیزې وهلې دي، نوموړی په زیاتو سلیزو وهلو کې له ټنډولکر څخه وروسته په دویم نمبر دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د