افغانستان

پاکستان د افغان مهاجرینو په تړاو د څلور اړخیزې ناستې کوربتوب کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): اسلام اباد نن ورځ د افغان مهاجرینو په تړاو د افغانستان، پاکستان او د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې  د استازو کوربه دی.4

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس؛ په یاده غونډه کې به د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر « سید حسین عالمي بلخي»، د ایران د کورنیو چارو وزرات مرستیال «حسین»، د یو این ایچ سي ار ادارې استازی « انډریکا» او پاکستاني چارواکي ګډون ولري.

راپورونه زیاتوي، ټول لوري به هڅه وکړي په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو ستونزو ته یو حل راوباسي او هغوی وهڅوي څو په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي.

پاکستاني داسې مهال د افغان مهاجرینو په تړاو غونډه رابولي چې، مهاجرینو ته ورکول شوی قانوني وخت پوره کېدو ته نږدې دی او ورسره جوخت پاکستان تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی.

دا مهال په پاکستان کې ۱.۴ میلیونه د «POR» کارت درلودونکي افغان کډوال ژوند کوي او تر څنګ یې ۸۰۰ زره داسې کډوال شتون لري چې ثبت شوي دي خو قانوني اسناد نلري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، په دې وروستیو کې  د افغانستان خراب امنیتي وضعیت، ستانه شویو مهاجرینو ته د لومړنیو  اړتیا وو نه برابرېدل هغه څه دي چې، د په خپله خوښه ستندېدونکو افغان کډوالو کچه یې راټيته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x