د انګلستان غوره توپوهونکی د افغانستان پر وړاندې له سیالۍ بهر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ لوبډلې غوره توپوهونکی «جیسن روی» د ټپي کېدو له کبله د افغانستان پر وړاندې له راتلونکې سیالۍ څخه بهر شو.

وړمه ورځ د ویسټ انډیز پر وړاندې سیالۍ کې د ډګر ساتنې پر مهال جیسن روی په پښه کې ټپي شو چې له کبله یې له لوبې کښېنول شو او توپوهنې ته هم ښکته نه شو.

اوس د نړیوال جام څخه خپاره شوي خبرونه وایي چې جیسن روی په راتلونکو دوه سیالیو کې په پښه کې د ټپونو له کبله نه لوبیږي، نوموړي په تمریناتي سیالۍ کې د افغان لوبډلې پر وړاندې په ۴۶ توپونو ۸۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

د نوموړي سربېره د انګلستان لوبډلې مشر «ایون مورګن» هم د ویسټ انډیز پر وړاندې سیالۍ پرمهال ټپي شو چې هغه مهال له لوبې کښېناست خو څرګنده نه ده چې د افغانستان پر وړاندې به ولوبیږي که پرځای به یې بل لوبغاړی شامل کړل شي.

ټاکل شوې ده چې سبا د سې شنبې په ورځ افغان لوبډله د انګلستان پر وړاندې د مانچسټر په اولډټرافورډ لوبغالي کې د ورځې په ۲.۰۰ بجې سیالۍ ترسره کوي، دغې سیالۍ ته به افغان ولسمشر اشرف غني هم د یو څه مودې لپاره لیدو ته ورشي.

په روان کرېکټ نړیوال جام کې ورښت له کبله لوبه لغوه کېدل او د لوبغاړو ټپي کېدل د خبرونو د سر مهم ټکي دي، چې د افغان لوبډلې په شمول هره لوبډله د لوبغاړو له ژوبلېدو کړیږي، تر دې دمه د محمد شهزاد په ګډون څلور لوبغاړي په ټپي کېدو له نړیوال جام څخه بهر شوي دي.

افغان لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې د انګلستان لوبډلې سره پر وړاندې مخ شوې وه چې انګلستان افغانستان ته د ۹ ویکټو په توپیر او ۳۳ اورونو په درلودلو سره ستره ماتې ورکړې وه، خو د یادو دوه لوبغاړو نه شتون به افغان لوبډلې لپاره مثبت پواینټونه وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د