طالبان: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش به «بین الافغاني» مذاکراتو ته لار پرانېزي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، تمه ده په نږدې ورځو کې  دطالب او  امریکایي استازو تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو وخت مشخص شي او دواړه لوري پکې د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش یوې وروستۍ پریکړې ته ورسېږي.

طلوع نیوز د طالبانو د قطر دفتر د ویاند «سهیل شاهین» له قوله لیکي چې « تمه ده نن یا سبا زموږ او امریکا تر منځ د اووم پړاو مذکراتو مشخص وخت اعلان شي او په یاد پړاو مذاکرتو کې امریکایان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي».

شاهین وړاندې زیاتوي « له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشخص کېدل به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره پرانیزي او تر هغه وروسته به افغانان یوازیني څوک وي چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه به پريکړه کوي».

طالبان داسې مهال په اووم پړاو مذاکراتو کې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش توافق ته هیلمن دي چې، دوی ته نږدې سرچینې چین هیواد ته د طالبانو د قطر دفتر د رئیس «ملا برادر اخند» د سفر خبر ورکوي.

د شنونکو په باور، د طالبانو وروستي سفرونه څرګندوي چې، دوی نور له امریکا سره یوه توافق ته رسېدلي او ددې سفرونو له لارې غوړي د بهرنیانو تر وتلو وروسته په نړیواله سطحه ځان ته ملګري پیدا کړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه د هغوی اندېښنې ځواب کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
شاهین ته.
امریکایان خو به ووځی.نیټه به هم اعلان کړی.پوښتنه دا ده چه نوی به څوک راځی؟د طالیبانو په وخت کی کابل کی د پاکستان تیلفون کود چلیده.
بیا به نمبری بدلوو؟نوی کود ۰۰۹۲ به یی کوو؟که څه به کوو؟